د ایراني خیام سپوږمکۍ په کارولو سره د عالي ریزولوشن عکسونو تولید
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i154794-د_ایراني_خیام_سپوږمکۍ_په_کارولو_سره_د_عالي_ریزولوشن_عکسونو_تولید
پارس ټوډی – د ایران د فضایي څیړنو انستیتوت د ایران د ساینسي شرکتونو په همکارۍ د خیام سپوږمکۍ له انځورونو څخه د ۳۵ څخه تر ۴۵ سانتي متره لوړ کیفیت لرونکي د سپر ریزولوشن انځور په جوړولو بریالی شو.
(last modified 2024-11-30T08:40:43+00:00 )
Nov 30, 2024 13:02 Asia/Kabul
  • ایران، د سپر ریزولوشن سټلایټ عکسونو تولید کونکی
    ایران، د سپر ریزولوشن سټلایټ عکسونو تولید کونکی

پارس ټوډی – د ایران د فضایي څیړنو انستیتوت د ایران د ساینسي شرکتونو په همکارۍ د خیام سپوږمکۍ له انځورونو څخه د ۳۵ څخه تر ۴۵ سانتي متره لوړ کیفیت لرونکي د سپر ریزولوشن انځور په جوړولو بریالی شو.

د ایران د فضايي څېړنو د انستیتوت مشر د ایران د ساینسي شرکتونو په همکارۍ د خیام سپوږمکۍ له ۳۵ څخه تر ۴۵ سانتي متره لوړ کیفیت لرونکي د «سپر ریزولوشن» انځورونو د تولید خبر ورکړ، چې په ایران کې دا چاره په لومړي ځل ترسره شوه.

سالاریه په دې خبرې سره چې دغه سپوږمکۍ عکسونه د پیکسلونو د ماتولو له طریقې او د عصری بهیرونو په کارولو سره د مرستندویه معلوماتو له اړتیا پرته تولید شوی دی، زیاته کړه: دغه پرمختللې طریقه د ایران د ډیرو داخلی اړتیاو د پوره کولو لپاره د لوړ کیفیت د عکسونو د تولید په برخه کې کمک کوي.

د ایران د فضایي تحقیقاتو د موسسې مشر هم دې ته په اشارې سره چې ترلاسه شوي انځورونه د طبیعي زیرمو د مدیریت، کرنې، ښاري پلان جوړونې او د چاپیریال د څارنې په برخو کې بې ساري ظرفیتونه وړاندې کوي، څرګنده کړه: د دې انځورونو یو له مهمو ځانګړتیاوو څخه د قیمت، چمتو کولو وخت او لاسرسي له مخې د بهرنیو سیالانو په پرتله د دوی غوره والی دی.

سالاریه په دې باندې په ټینګار سره چې ترلاسه شوې بریا په بهرني اطلاعاتو باندې د انحصار په کمولو کې مرسته کوی، وویل: په دې بریا سره د ایران د فضاي تحقیقاتو انسټیټیوټ په سیمه او له هغې بهر د لوړ کیفیت د فضای ډیټا د تولید له مخکښانو څخه شمیرل کیږی.

د ایران د فضايي تحقیقاتو د انستیتوت د مشر په وینا، د دغه بهیر په دوام او په تحقیق او پراختیا کې د پانګونې په دوام سره به ایران د لوړ کیفیت د سپوږمکیو د عکسونو د تولید په ډګر کې یو مخکښ هیواد شي او د کورنیو اړتیاو د پوره کولو توان به ولري او حتی دا ټیکنالوژي به نورو هیوادونو ته صادره شي.