ایراني میرمنۍ لومړی مقام او د سرو زو نښان وګاټه
Dec 03, 2024 11:16 Asia/Kabul
پارس ټوډی ـ د ایران هېواد یوې میرمنې په اسیایي سیالیو کې د ترمیم او بیا رغونې په برخه کې لومړی مقام تر لاسه او د سرو زور نښان وګاټه.
د اسیا ای دوه په نوم دغه سیالۍ چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې، په کې ایرانۍ میرمنې شیما شایګان ته چې د اصفهان په کاشان ښار کې د روزاس کور د بیارغونې او ترمیم طرحه پلي کړې وه، د سرو زرو مډال ورکړل شو.
د پارس ټوډې د خبر له مخې؛ یاده چاره د آسیا د کانټینینټل معمارۍ جایزه برخه وه چې موضوع یې "په براعظمونو کې د نوښت لرونکي مقایسه لرونکی معماري" وه.
د کانټینینټل اسیا ای دوه جایزه، هغه معمارانو ته ورکول کیږي، چې په آسیا کې د ودانیو او ښارونو په جوړولو او ډیزاین کې یې ونډه اخیستې وي.
ټیګونه