عراقچي: له غزې او لبنان وروسته اوس سوریې ته ورغلي دي
پارس ټو ډی – د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې په سوریه کې وروستي پرمختګونه به یوازې په دغه هیواد پورې محدود نه وي، وویل: په سوریه کې ترهګري او بدلونونه د عراق امنیت هم ګواښي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د عراق له الشرقیه شبکې سره په خبرو کې وویل چې په لویدیځه اسیا کې پرمختګونه په چټکۍ سره روان دي چې د ډیرو پوښتنو لپاره ځای پریږدي . د پارس ټوډې د راپور له مخې عراقچي زیاته کړه: له غزې وروسته لبنان او بیا سوریې ته راغلل او زما په اند دغه کار به په سوریه کې ونه دریږي او ټوله سیمه له ګواښونو سره مخ ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: له سوریې مخکی ګواښونه د صهیونیسټ رژیم لپاره محدود وو، خو اوس د تکفیری ترهګرو ډلو ګواښونه هم ورزیات شوی دی او د یادولو وړ ده چې دغه وسله والې ډلې د ملګري ملتونو لخوا د ترهګرو ډلو په توګه په رسمیت شوې دی.
عراقچي په دې خبرې سره چې اوس هغه هېوادونه چې له تروريزم سره د مبارزې ادعا کوي چوپ دي او يا هم د تروريستانو ملاتړ کوي او زياته يې کړه: د دوى په اند تروريزم دوه ډوله دي، ښه او بد، که دغه تروريزم د دوى له موخو سره سم وي، نو ملاتړ يې کوي. او که دا د دوی د ګټو خلاف وي، دوی یې په وړاندې مبارزه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګ دې ته په اشارې سره چې په بوکمال کښې پرمختګونه په سوریې کښې حالات پېچلی کوی او وې ویل: د پولې تړل ډېر تاثیر نه لری او د مقاومت ډلې پوهیږی چې څه باید وکړی.
عراقچي زیاته کړه: کله ناکله ترهګري باید په نطفه کې له مینځه یوړل شي او کله ناکله په سرحدونو کې ورسره چلند وشي.
کلیدي ټکي : سید عباس عراقچي څوک دی؟، ایران او سوریه، ایران او عراق، عراق او سوریه، په سوریه کې بدلونونه