ایران د نړۍ د انرژۍ په امنیت کې مهم رول لوبوي
تهران راډیو - د ایران د نفتو وزیر وایي، ایران د ګازو د لیږد او صادراتو زیربنا د پراختیا له لارې د نړۍ د انرژۍ په امنیت کې مهم رول لوبوي.
د ایرنا خبرِ اژانس د خبر له مخي: د ایران اسلامي جمهوریت د نفتو وزیر محسن پاک نژاد د ګازو د صادرونکو هېوادونو یا GECF او د ګازو د نړیوال بازار په غونډه کې وویل: ایران په نړۍ کې د طبیعی ګازو د دویمې سترې ذخیرې او د ستراتیژیک جغرافیائی موقعیت په لرلو سره د صادرونکو هېوادونو په فورم کې مهم رول لري.
هغه زیاته کړه، له سختو بندیزونو سره سره، ایران توانیدلی چې د خپلو ګازو زیرمو ته د کورنیو ظرفیتونو په کارولو سره پراختیا ورکړي او د انرژۍ ډیپلوماسۍ په پیاوړتیا او د ګازو د تبادلې په پراخولو سره خپله نړیواله همکاري پراخه کړي.
هغه زیاته کړه، ایران د ګازو د صادرونکو هېوادونو په فورم او د ګازو په نړیوال بازار کې مهم رول لوبوي، دغه له ظالمانه بندیزونو سره سره، ایران توانېدلی چې له خپلو کورنیو ظرفیتونو څخه په استفادې، د خپلو ګازو زېرمو ته پراختیا ورکړي او د انرژۍ ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د ګازو تبادلې پراخولو سره خپله نړیواله همکاري پراخه کړي.
پاکنزاد وویل: ایران توانیدلی دی چې د جنوبي پارس د ګازو د ساحې په څېر د پروژو په پراختیا سره په نړۍ کې د طبیعي ګازو یو له مهمو تولیدونکو څخه وشمېرل شي.
د ایران د تیلو وزیر په تهران کې د ګازو د صادرونکو هېوادونو د مجلس د ۲۶مې دورې وزیرانو غونډې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: دغه غونډه د غړیو او څارونکو هېوادونو ترمینځ د تجربو او نوښتګرو افکارو د تبادلې لپاره زمینه برابره کړه.
پاکنزاد، ټینګار وکړ چې د انرژۍ د باوري سرچینو لکه طبیعي ګازو ته د اسانه لاسرسي د تضمین له لارې به د نړیوال انرژي امنیت او د ګازو په صنعت کې پانګونه او د انرژۍ د لیږد زیربناوې به ښه شي.
نوموړي دغه راز وویل: د ګازو د صادرونکو هېوادونو شورا د تولیدونکو او مصرف کونکو ترمنځ د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا له لارې، د رغنده همکارۍ لپاره زمینه برابروي او ترڅو د انرژۍ په نړیوال بازار کې د طبیعي ګازو رول زیات کړي.
د ګازو د صادرونکو هېوادونو د فورم د وزیرانو غونډه د دسمبر په اتمه نېټه په تهران کې جوړه شوه.