د فارسی په شعري هینداره کې کردي د ایرانی لیکوال نوی اثر
پارس تودی- (له رودکی نه بیا تر شفیعي کدکنی پورې، د فارسي شعر په هینداره کې کردي) تر عنوان لاندې کتاب د فرامرز آقا بیګی په لیکوالی سره، په ایران کې چاپ او نشر شو.
له رودکی نه بیا تر شفیعي کدکنی پورې، د فارسي شعر په هینداره کې کردي کتاب، یوه څېړنیز او ژور اثر دی چي د رودکې له زمانې څخه تر اوسني عصر پورې د فارسي په شعر کې د ایراني کردانو په حضور او رول باندې کتنه کوي. د پارس تودی له راپور سره سم، فرامرز آقابیګی چي د دې اثر لیکوال دی توانېدلی دی چي د فارسي د ادبیاتو د لویو شاعرانو په اثارو کې په کتنې سره، په دغه ادبي میراث کې د کردانو د هویت، ژوندانه او فرهنګ انعکاس برسېره کړي.
د دې کتاب لیکوال په علمي او اسانې ژبې سره، د فارسي په معاصر او کلاسیکو شعرونو کې د کردانو حضور تفسیر کوي او څاري او ښیي چي څنګه دا قوم د خپل بډایه فرهنګ سره، د فارسي ژبې د زیاتو شاعرانو الهام بخښونکی پاته شوی دی.
د رودکي او فردوسي له زمانې نه بیا تر سعدي، حافظ او نیما پورې په مختلفو شکلونو کې د فارسي په شعرونو کې د کردانو اثرات لیدل کیږي او اوسنی کتاب کوښښ کوي چي دغه حضور په کره کتنه او ظرافت سره، وڅیړي.
په همدې وخت کې، د دې اثر د ځانګړو اثراتو بېلګه، د هغه ډول ډول والې او جامعیت دی، لیکوال یوازې د شاعترانو په معرفي بسنه نه کوي، بلکې د کردانو د قوم پورې د اړوندو شعري مضمونونو او انځورونو ته هم پاملرنه کوي. دغه کتاب هم داشان د شعر په چوکاټ کې د کردانو ځایي فرهنګ، حماسي روحیه او کډولی څیړي او هغه د ایران د ادبي هویت د یوې مهمې برخې په توګه معرفي کوي.