د ۹۰ هېوادونو زده کوونکي د فارسي ژ بې زده کړه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i155274-د_۹۰_هېوادونو_زده_کوونکي_د_فارسي_ژ_بې_زده_کړه_کوي
پارس ټو ډی - د ایران د علومو ، تحقیقاتو او ټکنالوژۍ د وزیر مرستیال وویل: تر اوسه د نړۍ د ۹۰ هیوادونو محصلین د فارسي ژبې د زده کړو په مرکزونو کې د فارسي ژبې په زده کړه بوخت دي.
(last modified 2024-12-14T05:43:03+00:00 )
Dec 14, 2024 10:11 Asia/Kabul
  • د ۹۰ هېوادونو زده کوونکي د  فارسي ژ بې  زده کړه کوي

پارس ټو ډی - د ایران د علومو ، تحقیقاتو او ټکنالوژۍ د وزیر مرستیال وویل: تر اوسه د نړۍ د ۹۰ هیوادونو محصلین د فارسي ژبې د زده کړو په مرکزونو کې د فارسي ژبې په زده کړه بوخت دي.

سعید حبیباوویل: اوس مهال، محصلین  د نړیوالو اړیکو غوره لاره جوړوي او دوی د مختلفو هیوادونو سره د اړیکو ترټولو غوره او اغیزمن ظرفیت دی.

سعيد حبيبا زياته کړه: د اسلامي او پرمختيايي هېوادونو لپاره ضروري ده چې يو بل ته نږدې شي.

د ایران د علومو ، څیړنو او ټکنالوژۍ د وزیر مرستیال زیاته کړه: بډایه هیوادونه د اسیا د هیوادونو لپاره زړه نه سوزوي  ، نو اسلامي هیوادونه باید په ګډ فکر او همکارۍ سره خپلې ستونزې حل کړي، ترڅو د پرمختللو او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ تعامل وده وکړي.

هغه  همداراز د ۹۰ هیوادونو د محصلینو له خوا د فارسی ژبې زده کړې ته په اشارې سره وویل: د ایران د محصلانو چارو موسسې د خپل ماموریت او وظیفې په اساس د نړیوالو محصلینو د زده کړې لپاره مناسب شرایط برابر کړی دی او تیر کال دغه موسسې له ۲۷ زره بهرنیانو ګټه پورته کړه. خو اوس دا شمېر ۳۵ زرو ته لوړ شوی دی.

 

د ایران د محصلینو د چارو د ادارې د مشر په وینا، د نړیوالو محصلینو د جذبولو د اسانتیا لپاره د مقرراتو په نوم یو  ایین لیک تصویب شوې او د عملي کېدو په حال کې ده، چې یوه ګټه یې هېواد ته د داخلېدو او وتلو د ستونزو حل دی چی په  ترسره شویو فعالیتونو سره حل شي.

 

کلیدي کلمې: فارسي ژبه، په ایران کې بهرني محصلین، د ایران د علومو وزارت، په ایران کې تعلیم.