لاریجانی:
ایران قدم په قدم له ترهګرو یې سیمه پاکه کړه
پارس تودی- د علی لاریجانی په وېنا، د ایران اسلامي جمهوریت د امام خامنه ای په ذیرکانه مشري او شهید سلیماني حضور سره، قدم په قدم، له ترهګرو یې سیمه پاکه کړه.
د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار علی لاریجاني د سې شنبې په ورځ په دې باندې په ټینګار سره، چي په ایران کې د اسلامي انقلاب بریا په هغه وخت کې د سیمې او د نړۍ تر ټولو مهم بدلون وو، وویل: د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، د تپلې جګې په شان زیات بدلونونه، لکه د امریکا له لورې د عراق او افغانستان اشغال، د لبنان په خلاف د اسرائیلو ۳۳ ورځنۍ جګړه، د سوریې جنګ، په سیمه کې د داعش حضور او د یمن جنګ، رامینځته شول، لیکن ایران د امام خامنه ای په هوښیارانه مشری او شهید سلیماني حضور سره، قدم په قدم له ترهګرو څخه سیمه تصفیه کړه. د پارس تودی له راپور سره سم، لاریجانی زیاته کړه: یاد شوي بدلونونه، د دې سبب شو چي د سیمې هیوادونه د ایران له اسلامي انقلاب څخه په اخیستنې، د بهرنیو نیواکګرو په وړاندې، ودریږي او مقاومتي بهیرونه رامینځ ته شي، یعني کله چي بهرني ولکه بڼه اخلي، د هغه په وړاندې د ولسي مقاومت جوړېدا، نه ګرځېدونکې پایله ده، مقاومت له هغو کرکو او ټپونو څخه جوړیږي چي صهیونیستي رژیم هره ورځ د دغو هیوادونو د ځوانانو په زړونو کې رامینځته کوي.