لاریجانی: د مقاومت ډلې لا هم ژوندی دی
تهران راډیو ـ د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار وایي، د مقاومت ډلې لا هم ژوندۍ دي او د لبنان حزب الله او نورو مقاومتي ډلو سره له دې، چې زیانونه یې لیدلي، خو لا یې هم خپل تنظیم ژوندی ساتل دی.
د صدای سیما خبری اژانس د راپور له مخې، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار علي لاریجاني د چارشنبې په شپه د ډګرجنرال حاجي قاسم سلیماني د شهادت د کالیزې په مناسبت د ځانګړې پروګرام پر مهال وویل: اسرائیلي رژیم د غزې په تړانګه کې د وژنو لړۍ پیل کړې ده، خو د حماس غورځنګ یې له منځه نه دی وړی، حماس ټپی شوی خو ژوندی دی، ځکه دغه رژیم خپلو موخو ته نه دی رسیدلی.
لاریجانی زیاته کړه، د لبنان حزب الله توانېدلی چې مناسب ځای ناستی وټاکی او ځان بیا جوړ کړي.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د شهید سلیماني د شخصیت له ځانګړنو څخه زړورتیا او بصیرت وباله او ویې ویل: هغه د زمانې یو هنرمند وو.
لاریجانی په سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې له ظهور سره د اسلامي ایران د امنیت په ساتلو کې د شهید سردار سلیمانی رول بې ساري وباله او زیاته یې کړه: د هېواد له پولو بهر د دښمن د ځپلو لپاره د پیسو لګول په خپله یوه پانګه ده.
د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک پخوانی قومندان ډګر جنرال "قاسم سلیماني" د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳ مه د عراقي چارواکو په رسمي بلنه دغه هېواد ته د سفر پر مهال د امریکايي یرغلګرو په هوايي برید کې له خپلو اته ملګرو سره یو ځای په شهادت ورسید.