د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د حج هوکړه لیک لاسلیک شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i156370-د_ایران_او_سعودي_عربستان_ترمنځ_د_حج_هوکړه_لیک_لاسلیک_شو
تهران راډیو ـ د ایران اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان ترمنځ د ایراني حاجیانو لپاره د غوره خدمتونو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.
(last modified 2025-01-15T08:14:36+00:00 )
Jan 15, 2025 12:42 Asia/Kabul
  • د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د حج هوکړه لیک لاسلیک شو

تهران راډیو ـ د ایران اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان ترمنځ د ایراني حاجیانو لپاره د غوره خدمتونو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.

 د ایسنا د راپور له مخې، د ایران د حج او زیارت د ادارې مشر«علیرضا بیات» او د سعودی عربستان د حج او عمرې وزیر  ترمنځ د ایراني حاجیانو لپاره د غوره خدمتونو په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

په دې کتنه کې د حج د چارو د اجرا، د هوايي ترانسپورت، ځمکني ترانسپورت، حفظ الصحې، فرهنګي مسايلو او د ايراني عمره حاجيانو د سفر په اړوندو په بېلا بېلو موضوعاتو هم خبرې اترې شوي.