د فلسطین مقاومت، اسرائیل شاتګ ته اړ کړ
پارس ټوډې - په غزه کې د اوربند له اعلان وروسته، د KHAMENEI.IR رسنیز اکاونټ، په ټولنیزو شبکو کې د امام خامنه یي یوه جمله خپره کړه.
د پارس ټوډې د خبر له مخې، په غزه کې د اوربند له اعلان وروسته، د KHAMENEI.IR رسنیز اکاونټ، په ټولنیزو شبکو کې د اسلامي انقلاب د رهبر یوه وینا په مختلفو ژبو خپره کړه چې متن یې په لاندې ډول دی:
امام خامنه یي:
نن نړۍ په دې پوه شوه چې د غزې د خلکو صبر او فلسطیني مقاومت، صهیونیسټي رژیم شاتګ ته اړ کړی دی.
په کتابونو کې به ولیکل شي چې یوه ورځ صهیونیسټي ډلې په زرګونه ښځې او ماشومان په خورا وحشتناکه جنایت سره ووژل او بالاخره ناکام شول.
* صهیونیسټي رژیم له یو کال او درېیو میاشتو وحشیانه جګړې او خپلو هدفونو ته په رسېدو کې له ناکامۍ وروسته، یعنې د ځمکني مداخلې له لارې د خپلو بندیانو آزادول، د حماس د ولسي مقاومت له منځه وړل او د غزې د پوځي توان له منځه وړل، بلاخره د چهارشنبې په شپه د فلسطین له اسلامي مقاومت غورځنګ حماس سره د اوربند موافقې ته غاړه کېښوده.