د ایران او رسویې ترمینځ د پیسو تړون عملیاتي کیږي
Jan 18, 2025 11:09 Asia/Kabul
د ایران د مرکزي بانک مشر د تهران او ماسکو ترمینځ د پیسو د تړون د عملیاتي کیدو او په خپلو کښې د کارتي او شتاب شبکو د نښلولو خبر ورکړ.
د ایران د مرکزي بانک رئیس محمد رضا فرزین، چې د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر سره یې روسیې ته سفر کړی و، وویل: "د ایران او روسیې ترمنځ د پیسو تړون عملي شوی او د دواړو هیوادونو کرنسۍ، د سوداګري اسعارو د بازار د توافقي نرخ له مخې، د حساب کتاب بنیاد ګرځیدلې دي. ښاغلي فرزین زیاته کړه: د ایران او رسویې بله ستره اجرايي طرحه، د میر او شتاب په نامه د پیسو د جمع کولو د شبکې نښلول وو چې اولنۍ مرحله یې پیل شوې ده.
هغه وویل چې همداشان د ایران او روسیې د مرکزي بانکونو ترمینځ د ګډ اقدام سند، په دریو اصلي برخو کښې عملیاتي شوی دی.
ټیګونه