دښمن باید پوه شي چې مقاومت نه ختمېدونکی دی؛ د شهیدانو سید حسن نصرالله او سیدهاشم صفي الدین د جنازې د مراسمو په مناسبت د امام خامنه يي پیغام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i157604-دښمن_باید_پوه_شي_چې_مقاومت_نه_ختمېدونکی_دی_د_شهیدانو_سید_حسن_نصرالله_او_سیدهاشم_صفي_الدین_د_جنازې_د_مراسمو_په_مناسبت_د_امام_خامنه_يي_پیغام
پارس ټوډې - آیت الله خامنه يي: ستر مجاهد او په سیمه کې د مقاومت سرلاری مشر، حضرت سیّد حسن نصرالله (اعلی الله مقامه)، اوس د عزت په اوج کې دی.
(last modified 2025-02-23T23:41:04+00:00 )
Feb 23, 2025 12:58 Asia/Kabul
  • دښمن باید پوه شي چې مقاومت نه ختمېدونکی دی؛ د شهیدانو سید حسن نصرالله او سیدهاشم صفي الدین د جنازې د مراسمو په مناسبت د امام خامنه يي پیغام

پارس ټوډې - آیت الله خامنه يي: ستر مجاهد او په سیمه کې د مقاومت سرلاری مشر، حضرت سیّد حسن نصرالله (اعلی الله مقامه)، اوس د عزت په اوج کې دی.

د اسلامي انقلاب رهبر حضرت آیت الله خامنه يي د ستر مجاهد شهید سید حسن نصر الله او شهید سید هاشم صفي الدین د جنازې مراسمو په مناسب تپه یوه پیغام کې له دې دوو شهیدانو په قدرونې سره ټینګار کړی: دښمن باید پوه شي چې د غصب، ظلم او استکبار پر وړاندې مقاومت نه ختمېدونکی دی او تر هغه به دوام وکړي څو چې مطلوب هدف ته ونه رسېږي.

د حضرت امام خامنه يي پیغام په لاندې ډول دی:

بسم الله الرّحمن الرّحیم قال الله عزّ و جل: وَ لِلّٰهِ العِزَّةُ وَ لِرَسولِهِ وَ لِلمُؤمِنینَ وَ لٰکِنَّ المُنافِقینَ لا یَعلَمون.

ستر مجاهد او په سیمه کې د مقاومت مخکښ مشر، سید حسن نصرالله (رحمه الله) اوس د عزت په اوج کې دی. د هغه پاک بدن د الله په لاره کې د جهاد په ځمکه کې خاورو ته سپارل کېږي، خو د هغه روح او لاره به هره ورځ له مخکې زیاته پرمخ لاړه شي، ان شاء الله، او لاره به لارویانو ته وښیي.

دښمن باید پوه شي چې د غصب، ظلم او استکبار پر وړاندې مقاومت نه ختمېدونکی دی او تر هغه به دوام وکړي څو چې مطلوب هدف ته ونه رسیږي باذن الله.

د ښاغلي سید هاشم صفي الدین رحمه الله ښه نوم او ځلېدونکی مخ هم د دې سیمې په تاریخ کې یو ځلېدونکی ستوری دی. هغه د لبنان د مقاومت د مشرتابه نږدې همکار او نه بېلېدونکې برخه وه.

د خدای او د هغه د صالحو بندګانو سلام دې وي پر دغو دوو سرلوړو مجاهدانو او په نورو زړورو او سرشیندونکیو مبارزانو چې په دې وروستیو کې شهیدان شول او د اسلام په ټولو شهیدانو او زما ځانګړي سلامونه تاسو عزیزانو او د لبنان ځوانو مبارزانو ته!

 

سید علي خامنه يي