د روسیې د بهرنیو چارو وزیر تهران ته ورسېد
پارس تودي - د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدو او خبرو اترو په موخه تهران ته ورسېد.
پارس ټوډی د ایسنا له قوله لیکلي: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف»، نن سهشنبه د یو لوړپوړي سیاسي پلاوي په مشرۍ د یوه ورځني سفر لپاره ایران ته راغلی دی.
دا لوړپوړی روسي ډیپلومات به په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر «سید عباس عراقچي» سره وګوري او د سیمهییزو او نړیوالو مهمو مسایلو په اړه به خبرې اترې وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له دې مخکې ترکیې ته تللی و او هلته یې د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د سیمې د وروستیو تحولاتو، په تېره بیا د سوریې په اړه خبرې اترې کړې وې.
تمه کېږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې سفر کې به، د دوهاړخیزو مسایلو ترڅنګ، د ځینو مهمو نړیوالو موضوعاتو په اړه، لکه په سوریې، جنوبي قفقاز، افغانستان، یمن، د خلیج سیمه، د منځني ختیځ د مسایلو حل، د خزر سمندر اړوند مسایل، د ایران اټمي پروګرام او اړوند نورو موضوعاتو په اړه بحث او د نظر تبادله وشي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر به د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدو او خبرو اترو ترڅنګ، د ایران له نورو لوړپوړو چارواکو سره هم وګوري او د دوهاړخیزو اړیکو د وروستي وضعیت او سیمهییزو او نړیوالو تحولاتو په اړه به خبرې اترې وکړي.