معظم رهبر: قرآن له کافر قوتونو سره د چلند طریقه ښودلې ده
(last modified Tue, 04 Mar 2025 01:03:57 GMT )
Mar 04, 2025 05:33 Asia/Kabul
  • معظم رهبر: قرآن له کافر قوتونو سره د چلند طریقه ښودلې ده

د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: د ایران ولس له نورو ولسونو سره هیڅ ستونزه نه لري خو نن سبا د کافرو یا منافقو طاقتونو له پراخې جبهې سره مخامخ دی.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د رمضان المبارک په اوله نیټه «له قرآن سره د مینې په غونډه کښې د غوره او نړیوالو قاریانو او استادانو په ټول کښې» د قرآن درملیزو تعلیماتو ته قردي، ټولنیزې او ملي اړتیا ته په اشارې سره ټینګار وکړ: قراني ټولنه داسې عمل کوي چې د الله تعالی د کتاب معنوي چینې په زړونو او افکارو کښې او له امله یې بیا د خلکو په کړچار او ټولو کړنو کښې جاري کیږي.

د پارس ټوډی د خبر له مخې، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د مومنانو د حقیقي او ستر اختر په توګه د رمضان المبارک په مبارکۍ په ویلو سره زیاته کړه: د مختلو ستونزو د علاج لپاره د قرآن نه ختمیدونکو سرچینو ته د ټولنې اړتیا، یوه جدي او حقیقي اړتیا ده.

دوي الهي کتاب ته د فردي ضرورتونو په هکله وویل: د حسد، بخل، بدنیتۍ، لټۍ، خودغرضۍ، نفس پرستۍ او په ډله ایزو ګټو باندې فردي ګټو ته د ترجیح ورکولو په شان د انسانانو د ټولو روحي او اخلاقي مرضونو درملنه په قرآن کښې موجوده ده.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د ټولنې د داخلي اړیکو په هکله هم وویل: د ټولنیز عدالت په شمول چې له توحید وروسته د اسلام ترټولو مهمه مسئله ده، د ټولو اجتماعي ستونزو علاج او هواری، قرآن ته رجوع کولو ته ضرورت لري.

حضرت آیت‌الله العظمی سید علي خامنه‌اي قرآن کریم، له نورو هیوادونو سره د اړیکو په ډګر کښې هم یو کره او څرګند لارښوونکی وباله او زیاته یې کړه: د ایران ولس له نورو ولسونو سره هیڅ ستونزه نه لري خو نن سبا د کافرو یا منافقو قدرتمندانو له پراخ محاذ سره مخامخ دی چې قرآن کریم په مختلفو پړاونو کښې له هو سره د چلند طریقه بیان کړې ده چې څه وخت باید ورسره خبرې وکړو او په کومه مرحله کښې ورسره ملګرتیا وکړو، کوم وخت ورله خوله په سوک ووهو او کله توره راوباسو.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د تلاوت په اثر کولو کښې د هغه په معنو پوهیدل مهم وبلل او زیاته یې کړه: د تلاوت معجزه، په زړونو کښې د قرآني مفاهیم جاري کیدل او ورباندې عمل دی.