تعلیم یافته ایرانیان؛ د ایران او تریش د نږدېوالي عامل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i157954-تعلیم_یافته_ایرانیان_د_ایران_او_تریش_د_نږدېوالي_عامل
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال وویل: په اتریش کې د تعلیم یافته ایرانیانو شتون د دواړو هېوادونو د نږدې کولو لپاره یو عامل کیدی شي.
(last modified 2025-03-06T11:10:03+00:00 )
Mar 06, 2025 15:36 Asia/Kabul
  • تعلیم یافته ایرانیان؛ د ایران او تریش د نږدېوالي عامل

پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال وویل: په اتریش کې د تعلیم یافته ایرانیانو شتون د دواړو هېوادونو د نږدې کولو لپاره یو عامل کیدی شي.

مجید تخت روانچي د ایران او اتریش د اړیکو مهمو اړخونو ته په اشارې سره وویل: کلتوري همکاري کولی شي د دواړو هیوادونو د ملتونو ترمنځ د پل په توګه عمل وکړي. د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال مجید تخت روانچي په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: د امریکا او اروپايي ټولنې ظالمانه بندیزونه چې د ایراني کلتور لرونکي خلک یې په نښه کړي دي باید لیرې شي ترڅو د ایران او اتریش ترمنځ پراخه او اغیزمنه همکاري رامنځته شي.

ایران د اتریش د فکري او کلتوري پوهانو په منځ کې ځانګړی ځای لري او تل د یو لرغوني تمدن زانګو ګڼل کیږي، چې په ادب، هنر، فلسفه او کلتور کې بډای دی.

اتریش، په ځانګړې توګه په ۱۹مه او ۲۰مه پیړۍ کې، له ایران سره ژورې فکري او هنري اړیکې درلودې، او ډیری اتریشي مفکرین او هنرمندان د ایراني کلتور او تمدن څخه الهام اخیستی دی.