د امریکائي چارواکو ګواښونکي څرګندونې به روان شرائط لا پیچلي کړي
پارس ټودې – د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د امریکائي چارواکو دلمسؤنکو څرګندونو په ضد د اروپائي اتحادئې د دریځ نه ښودلو باندې چې بې شکه د نړیوال امنیت او سولې ګواښونکي حسابیږي، نیوکې وکړې.
پارس ټودې د ایرنا له قوله راپور ورکړی، د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي د هالینډ له خارجه وزیر کاسپارولډکمپ سره په ټيلیفوني خبرو کې د نړیوالو حقوقو د قواعدو او د خبلو سوله ایزو فعالیتونو د پرمخ بیولو لباره د ایران د اسلامی جمهوریت کلک هوډ ته په اشارې سره روښانه کړې ده ، اسلامی ایران د تیر وخت په شان د برابر دریځ له پلوه واقعي او غیر مستقیم خبرواترو ته تیار دی چې البته تحقق ئې له کلنګ اخستو، ګواښونکو او دړکو باندې مشتملو کړچارونو څخه ډډه کون او رغنده فضا ته اړتیا لري.
عباس عراقچي د ایران په ضد د امریکائي چارواکو ګواښونکي څرګندونې د نه منلو وړ، له نړیوالو اصولو او حقوقو سره په توپیر کې او د روانو شرائطو دلاپيچلتیا سبب وبللې او خبرداری ئې ورکړ، د ایران اسلامی جمهوریت به د ایران د ملت او ملی ګټو اوحاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا په ضد هرډول تیري ته فوري او غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
د ایران خارجه وزیر په نړیواله سویه د قانون د حاکمیّت د ساتنې لپاره د ملګروملتو د ټولو غړو حکومتونو د مسئولیّتونو په یادونې سره ،د امریکائي چارواکو د لمسؤنکو خبرو پهض د داروپائي اتحادئې ددریځ نیونې غوښتونکی شو.
د هالینډ خارجه وزیر کاسپارولډ کمپ هم په لویدیځي آسیا سیمې کې د تاؤتریخوالو په زیاتیدا داندیښنې په څرګندولو سره د ډيپلوماآټيکو لارو چارو له لارې د اختلافاتو پر حل کولو ټينګار وکړ. د هالینډ خارجه وزیر همداراز په سره سمندر کې د نړیوالو کشتیو د تګ راتګ دامنیت دتامین لپاره د ایران درول لوبونې غوښته هم وکړه.