امریکا د غیرمستقیمو خبرو اترو مخکې په ایران نوي بندیزونه ولګول
Apr 11, 2025 10:54 Asia/Kabul
پارس ټودی - د امریکا د خزانې وزارت د عمان د غیرمستقیمو خبرو اترو مخکې پر ایران د نوو تحریمونو د لګولو اقدام وکړ.
په داسې حال کې چې ایران او امریکا سبا شنبه په عمان کې په غیرمستقیمه توګه له یو بل سره خبرې کوي، واشنګټن د صهیونیستي لابي تر اغېز لاندې اوس پر تهران د فشارونو د زیاتولو په لټه کې دی.
پر دې بنسټ، د امریکا د خزانې وزارت د غیرمستقیمو خبرو اترو مخکې په هند او اماراتو کې یو کس او څلور شرکتونه د ایران سره د تحریمونو د تېرولو په تور د تېلو په صنعت کې د مرستې په اتهام تحریم کړل.
ټیګونه