امریکا د غیرمستقیمو خبرو اترو مخکې په ایران نوي بندیزونه ولګول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i158940-امریکا_د_غیرمستقیمو_خبرو_اترو_مخکې_په_ایران_نوي_بندیزونه_ولګول
پارس‌ ټودی - د امریکا د خزانې وزارت د عمان د غیرمستقیمو خبرو اترو مخکې پر ایران د نوو تحریمونو د لګولو اقدام وکړ.
(last modified 2025-04-11T06:26:42+00:00 )
Apr 11, 2025 10:54 Asia/Kabul
  • امریکا د غیرمستقیمو خبرو اترو مخکې په ایران نوي بندیزونه ولګول

پارس‌ ټودی - د امریکا د خزانې وزارت د عمان د غیرمستقیمو خبرو اترو مخکې پر ایران د نوو تحریمونو د لګولو اقدام وکړ.

په داسې حال کې چې ایران او امریکا سبا شنبه په عمان کې په غیرمستقیمه توګه له یو بل سره خبرې کوي، واشنګټن د صهیونیستي لابي تر اغېز لاندې اوس پر تهران د فشارونو د زیاتولو په لټه کې دی.

پر دې بنسټ، د امریکا د خزانې وزارت د غیرمستقیمو خبرو اترو مخکې په هند او اماراتو کې یو کس او څلور شرکتونه د ایران سره د تحریمونو د تېرولو په تور د تېلو په صنعت کې د مرستې په اتهام تحریم کړل.