سعودي ورځپاڼه: د تهران او ریاض همکاري به ډېرې لاسته راوړنې ولري
Apr 18, 2025 12:43 Asia/Kabul
پارس ټودي - یوې سعودي رسنۍ لیکلي: ایران او سعودي عربستان په سیمه کې دوه مهم هېوادونه دي چې د ګډې همکارۍ له لارې کولای شي ډېرې لاسته راوړنې ترلاسه کړي.
د سعودي ورځپاڼې الریاض لیکلي: د سعودي عربستان د دفاع وزیر «خالد بن سلمان» تهران ته سفر او د ایران له لوړپوړو چارواکو، په تېره بیا د اسلامي انقلاب له مشر آیتالله «سید علي خامنهاي» سره لیدنه، چې د سعودي پاچا «سلمان بن عبدالعزیز» له لوري یو پیغام ترلاسه کړ، د ریاض او تهران ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د نوي پرمختګ چوکاټ ته داخلېدل دي.
الریاض زیاته کړه: دواړه هېوادونه ډېر ظرفیتونه لري چې د دوی هیلې د امنیت، ثبات او د سیمهییز او نړیوال امنیت لپاره د همکارۍ په برخو کې پوره کوي.
ټیګونه