عراقچي: د ایران او روسیې ملګرتیا تاریخي اوج ته رسیدلې ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له روسي چارواکو سره خبرې اترې ګټه ورې وبللې او زیاته یې کړه: د دواړو هیوادونو د اړیکو په تاریخ کښې له روسیې سره د ملګرتیا په اوج کښې یو.
د ایرنا د خبر له مخې، عباس عراقچي بیګا په خپلې ایکس پاڼې ولیکل: مونږ د دواړو هیوادونو د اړیکو په تاریخ کښې له روسیې سره د ملګرتیا په اوج کښې یو.
هغه زیاته کړه: په روسیې کښې مې ګټه ورې خبرې اترې درلودې چې ولسمشر پوتین ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د لیک د رسولو لپاره هلته لاړم.
ښاغلي عراقچي زیاته کړه: په دې حساس پړاو کښې ایران او روسیه سټراټیجک انډیوالان دي او د دواړو ولسونو او نړۍ په ګټه به د ګډو ګټو د دوام په تکل کښې وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وړمه ورځ د خپلي روسي همرتبه سرګئي لاوروف په رسمي بلنه، په دوه ورځني سفر ماسکو ته تلی و.
هغه د دغه سفر په اوله ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لیکلی پيغام یې ورته ورسوه.