د ایران د جوړو راډیو درملو شمیر له اویاو څخه اوړیدلی
(last modified Sun, 20 Apr 2025 00:05:09 GMT )
Apr 20, 2025 04:35 Asia/Kabul
  • د ایران د جوړو راډیو درملو شمیر له اویاو څخه اوړیدلی

مهر خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي وویل: د دریو نویو راډیو درملو په جوړلو سره د ایران د راډیو درملو شمیر له اویاو څخه زیات شو.

هغه وویل اټومي ټیکنالوژۍ یوه پراخه او پراخ بنسټه موضوع ده او هغه د خلکو ژوند په کیفیت  په تیره بیا په پرمختللیو علمونو او فنونو کښې ډیر زیات اغیزونه لري.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي زیاته کړه په ا ټومي انرژۍ ادارې کښې مو دغه سټراټيژۍ غوره کړه چې د اټومي ټیکنالوژۍ کارونه زیات فعال کړو او هغه په داسې سیسټمونو باندې بدل کړو چې په ګړندي ډول د خلکو په خدمت کښې شي او ولس وکولای شي په ملموس ډول له دغه ټیکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړي.

هغه دې ته په اشارې سره چې یو اساسي چورلیز د راډیو درملو تولیدول او پراخول دي وویل کوشش شوی دی چې دغه راډیو درمل د درملنې په برخه کښې له کومې جانبي عوارضو او سایډ ایفیکټ پرته زیات اغیز ولري.