د ایران او پولنډ  د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i159342-د_ایران_او_پولنډ_د_دوه_اړخیزو_اړیکو_پر_پراختیا_ټینګار_وشو
پارس ټودي - د ایران او پولنډ د بهرنیو چارو وزارتونو دیپلوماتانو په خپله مشورتي ناسته کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي اړیکو یادونه وکړه او د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د ساتنې او پراختیا لپاره پر خپلې ارادې ټینګار وکړ.
(last modified 2025-04-24T10:25:11+00:00 )
Apr 24, 2025 14:54 Asia/Kabul
  • د ایران او پولنډ  د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو

پارس ټودي - د ایران او پولنډ د بهرنیو چارو وزارتونو دیپلوماتانو په خپله مشورتي ناسته کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي اړیکو یادونه وکړه او د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د ساتنې او پراختیا لپاره پر خپلې ارادې ټینګار وکړ.

د ایران او پولنډ سیاسي مشورو ناسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت په کوربه‌توب په تهران کې ترسره شوه او دواړو خواوو د سیاسي، اقتصادي، کلتوري، مطالعې او قونسلي برخو کې د دوه‌اړخیزو اړیکو او همدارنګه د وروستیو سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو په اړه نظرونه تبادله کړل.

د یادونې وړ ده، اوسمهال پولنډ د اروپايي ټولنې دوره‌یي مشري پر غاړه لري.