د ایران په دفاعي نظریه کې اټومي وسله هېڅ ځای نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i159558-د_ایران_په_دفاعي_نظریه_کې_اټومي_وسله_هېڅ_ځای_نه_لري
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل: اټومي وسله د ایران په دفاعي نظریه کې هېڅ ځای نه لري او پر دې خبرې باندې د نړیوالو څارونکو سازمانونو راپورونه ګواهي ورکوي.
(last modified 2025-05-01T07:07:09+00:00 )
May 01, 2025 11:35 Asia/Kabul
  • د ایران په دفاعي نظریه کې اټومي وسله هېڅ ځای نه لري

پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل: اټومي وسله د ایران په دفاعي نظریه کې هېڅ ځای نه لري او پر دې خبرې باندې د نړیوالو څارونکو سازمانونو راپورونه ګواهي ورکوي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې: د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي علی‌اکبر احمدیان د چهارشنبې په ورځ په برازیل کې د بریکس په امنیتي سرمشریزه کې ټینګار وکړ: ایران به د اټومي انرژۍ د سوله ایزې کارونې حق په ګډون، له خپلو اصلي حقونو څخه تېر نه شي.

احمدیان زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت وړاندیز کوي چې د بریکس له ډیجیټل اسعارو او د ګروپونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره د ځانګړي او خوندي بانکي پیغام رسوونکي او د اقتصادي خپلواکۍ سمبول مخکتنه وشي او همدارنګه د د اکمالاتي زنځیر امنیت کمیټه  پر ټرانسپورټي بیمې باندې په ټینګار سره، د بندیزونو ضد دهلیز جوړولو او له بهرنیو بندیزونو سره د مقابلې لپاره د ملاتړ صندوق پیلول جوړه کړي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل: د بریکس او د هغې د غړو پر وړاندې د ځینو هېوادونو ګواښونه، د یوه پیاوړي اقتصادي، سیاسي او کلتوري بلاک رامنځته کولو لپاره د بریکس د لوی ظرفیت په اړه ژوره اندېښنه ده.

احمدیان ټینګار وکړ: د فلسطین په مسله کې، نړۍ د "قدرت له لارې سوله" او "اجباري ډیپلوماسۍ" تر سرلیک لاندې د خطرناکو خبرو اترو د تکرار شاهده ده، په داسې حال کې چې ریښتینې سوله په عدالت او د مشروع حقونو په پېژندلو کې رېښه لري.