ایرانۍ نجلۍ د روسيې په نړیوال جام کې د برونز مډال وګاټه
(last modified Tue, 06 May 2025 08:15:47 GMT )
May 06, 2025 12:45 Asia/Kabul
  •  ایرانۍ نجلۍ د روسيې په نړیوال جام کې د برونز مډال وګاټه

پارس تودي - د ایران د کټل‌بل ملي لوبغاړې د روسيې په نړیوال جام کې د برونز مډال وګاټه.

د کتل‌بل لوبو  د نړیوال جام سیالۍ د بیلابیلو هیوادونو د استازو په ګډون د روسيې په سن‌پترزبورګ ښار کې ترسره شوې.

 د پارس ټوټي په راپورسره ، د دوشنبې په ورځ د دغو سیالیو په پای کې، د ایران د کتل‌بل لوبو  ملي لوبغاړې «پریسا بایرامي اصل تکنانلو» له ۶۸ کیلوګرامو څخه زیات د وزن په کټګورۍ کې د یو لاس اسنچ برخه (۱۶ کیلوګرامه کتل‌بل) کې درېیم مقام ترلاسه کړ او د برونز مډال یې وګاټه.

د پولنډ او برازیل استازو لومړی او دویم مقامونه ترلاسه کړل.

 د یادولو ده  چې کتل‌بل یو ډول وزن  پورته  کول  یا ډمبل دی چې د ګرد شکل او قوسي دستې سره د بدن جوړونې تمریناتو لپاره کارول کیږي. د کتل‌بل اصلي شکل د بې دهانې چینک (کتري) سره ورته دی او له همدې امله په انګریزي  ژبه کې ورته Kettelbell ویل کیږي. د دې محصولاتو جنس معمولاً له اوسپنې یا فولادو څخه دی.

په وروستیو کلونو کې کتل‌بل د بدن جوړونې د یوې وسیلې په توګه مشهور شوی دی. کتل‌بل د قوتي تمریناتو لپاره د هالتر، ډمبل او د بدن جوړونې مقاومتي وسایلو لپاره یو مشهور بدیل دی.