عراقچي: بریتانیا دې د ایرانیانو حقوقو ته درناوی وکړي
May 07, 2025 13:05 Asia/Kabul
پارستودي - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له بریتانیا وغوښتل چې د ایرانیانو حقوقو ته درناوی وکړي او د دوی لپاره عادلانه قضایي پروسه برابره کړي.
سید عباس عراقچي په ایکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي: په بریتانیا کې د امنیتي خدمتونو له خوا د یو شمېر ایرانیانو نیول د اندېښنې وړ دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: که د دوی تخلف په معتبره توګه ثابت شي، ایران چمتو دی چې د تحقیقاتو په بهیر کې مرسته وکړي.
ټیګونه