د ایران او روسیې د سمندري ترانسپورټ همکارۍ پراختیا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i159946-د_ایران_او_روسیې_د_سمندري_ترانسپورټ_همکارۍ_پراختیا
پارس‌ ټوډی - د ایران د بندرونو او سمندري چلند ادارې مشر او د روسیې د ترانسپورټ وزارت مرستیال په ټیلیفوني خبرو کې د سمندري ترانسپورټ همکاريو پر پراختیا ټینګار وکړ او د ماخاچ‌قلعه په بندر کې د ګډې غونډې د جوړولو پر سر یې هوکړه وکړه.
(last modified 2025-05-10T07:34:45+00:00 )
May 10, 2025 12:03 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې د سمندري ترانسپورټ همکارۍ پراختیا

پارس‌ ټوډی - د ایران د بندرونو او سمندري چلند ادارې مشر او د روسیې د ترانسپورټ وزارت مرستیال په ټیلیفوني خبرو کې د سمندري ترانسپورټ همکاريو پر پراختیا ټینګار وکړ او د ماخاچ‌قلعه په بندر کې د ګډې غونډې د جوړولو پر سر یې هوکړه وکړه.

سعید رسولي او دیمتري آزبروف په ټیلیفوني خبرو کې هوکړه وکړه چې د ایران-روسیې د سمندري ترانسپورټ کنسرسیوم د عملي کولو لپاره به په راتلونکو دوو میاشتو کې د روسیې په ماخاچ‌قلعه بندر کې د ایران د بندرونو او سمندري چلند ادارې د مشرانو، غیر دولتي سکټور، د روسیې د ترانسپورټ وزارت او د دې هېواد د سمندري ترانسپورټ ادارې او غیر دولتي سکټور په ګډون یوه ګډه غونډه جوړه کړي.