عراقچي: د خبرو اترو دا پړاو ډېر جدي او صریح وو
(last modified Mon, 12 May 2025 09:00:00 GMT )
May 12, 2025 13:30 Asia/Kabul
  • عراقچي: د خبرو اترو دا پړاو ډېر جدي او صریح وو

پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خبرو اترو د څلورم پړاو پایلو ته په اشارې سره وویل: زموږ له نظره، د یورانیمو غني کول یوه داسې مسله ده چې حتمي باید دوام ومومي او د جوړجاړي لپاره هېڅ ځای نشته.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو له څلورم پړاو وروسته د دې پړاو د پایلو په اړه وویل: د خبرو اترو دا پړاو د تېرو درېیو پړاوونو په پرتله ډېر جدي او څرګند وو. موږ له عمومي برخو څخه یو څه لرې او په جزئي مسلو کې داخل شو، او په دې شرایطو کې، خبرې اترې ستونزمنې کېږي.

عراقچي زیاته کړه: ډېرې ګټورې خبرې اترې وشوې او دواړه خواوې د یو بل د دریځونو په اړه ښه درک لري. د ډېری اختلافي مسلو اړخونه پرانیستل شوي، او دریځونه یو څه سره نږدې شوي دي. کولای شو خبرې اترې مخ پر وړاندې و ارزوو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خبرو اترو د راتلونکي پړاو په اړه هم وویل: د راتلونکې ناستې لپاره موافقه شوې ده، خو د هغې د نېټې او ځای اعلان د عمان د بهرنیو چارو وزیر پورې اړه لري. فکر کوم چې دا به له یوې اونۍ وروسته ترسره شي.  

د ایران د ډیپلوماټیکو خدماتو مشر د تخنیکي مسلو په اړه وویل: زموږ له نظره، د یورانیمو غني کول یوه  هغه مسله ده چې حتمي باید دوام ومومي او د جوړجاړي لپاره هېڅ ځای نشته. ممکن ده د باور جوړونې په مقدار او اندازه کې محدودیتونه ولرو، مګر د هغې په اصل کې هېڅکله. همدارنګه، د بندیزونو لرې کول د خبرو اترو یو له اصلي برخو څخه دی.