د تهران کراچۍ ترمینځ د «هما» الوتنې دوباره پیل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i160230-د_تهران_کراچۍ_ترمینځ_د_هما_الوتنې_دوباره_پیل_شوې
د ایران د اسلامي جمهوریت ایرلاین(هما) د مۍ له ۲۵ نیټې څخه د تهران کراچۍ ترمینځ خپلې الوتنې بیا پیلوي.
(last modified 2025-05-17T21:09:03+00:00 )
May 18, 2025 01:36 Asia/Kabul
  • د تهران کراچۍ ترمینځ د «هما» الوتنې دوباره پیل شوې

د ایران د اسلامي جمهوریت ایرلاین(هما) د مۍ له ۲۵ نیټې څخه د تهران کراچۍ ترمینځ خپلې الوتنې بیا پیلوي.

پارس ټوډی د ایرنا له قوله لیکلي چې د هما د عامه اړیکو برخې وویل: د پروګرام مطابق  به دغه پرواز په ۸۱۲ نمبر د هرې اونۍ د یکشنبې په ورځ د مازیګر په ۵ بجو د تهران له امام خمیني هوايي ډګره د کراچۍ په لور الوت کوي.

په ۸۱۳ نمبر یې ستنیدونکې الوت هم د دوشنبې په ورځو د شپې په ۲۰ باندې ۲ بجې په ځايي وخت له کراچۍ نه تهران ته روانیږي.

د دغې الوتنې ټکټونه په سیسټمي توګه خرڅیږي او مسافران یې د ټکټ اخیستو لپاره د iranair.com ویب سایټ، د هما د خرڅون له دفترونو یا د مسافرتي خدماتو له دفترونو څخه اخیستل کیدې شي.