آیا په ایران کې عیسویت ته اجازه ورکړل شوې؟
(last modified Sun, 18 May 2025 10:31:45 GMT )
May 18, 2025 15:01 Asia/Kabul
  • په ایران کې د یوه عیسوي شهید له کورنۍ سره د امام خامنه يي د لیدنې انځور
    په ایران کې د یوه عیسوي شهید له کورنۍ سره د امام خامنه يي د لیدنې انځور

پارس ټوډې - د دې پوښتنې ځواب کولای شو د ایراني عیسوي ټولنو په ورځني ژوند کې ولټوو؛ چېرې چې تاریخي کلیساګانې د جوماتونو تر څنګ د الهي ادیانو د سوله ایز ګډ ژوند د سمبول په توګه ولاړې دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ځینو بهرنیو رسنیو د تصور پرخلاف، ایراني عیسویان نه یوازې د مساوي حقونو لرونکو اتباعو په توګه پېژندل شوي، بلکې د ایران په سیاسي جوړښت کې هم فعال ځای لري.

 

په ایران کې د عیسویانو نفوس

ایراني عیسویان، د نورو الهي ادیانو د پیروانو ترڅنګ، په سوله ایزه توګه له یوبل سره ژوند کوي چې په دې هېواد کې د پام وړ نفوس جوړوي. د وروستیو احصایو له مخې، په ایران کې ۲۰ رسمي کلیساګانې شتون لري، چې ځینې یې، لکه "قره کلیسا" (د مقدس تادیوس کلیسا یا د طاطاووس کلیسا) او " سن‌استپانوس مقدس کلیسا"، په ټوله نړۍ کې د عیسويت د مذهبي ودانیو له بې ساري مثالونو څخه دي او د دوی د معمارۍ د ماډل په توګه ګڼل کېږي.  

 

په پارلمان کې استازیتوب او مساوي حقونه

د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون له مخې، د عیسویانو او یهودیانو په ګډون د الهي ادیانو پیروان، د مسلمانانو په څېر ورته حقونه لري. دوی نه یوازې په ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري برخو کې په آزاده توګه فعالیت کوي، بلکې دوی په اسلامي مجلس کې هم یو ځانګړی استازی لري.

د ایران په اسلامي شورا مجلس کې د آشوري او کلداني عیسویانو استازي شارلي انویه تکیه په دې وروستیو کې ټینګار وکړ: په ایران کې د مذهبي لږکیو شتون، د ملي پیوستون او یووالي څرګندونه ده.  د هغه په ​​وینا، په ایران کې، هرڅوک مساوي فرصتونه او حقونه لري، او په ځینو مواردو کې، د مذهبي لږکیو لپاره مثبت تبعیض چمتو شوی دی.

 

مذهبي همغږي؛ له کلیسا څخه تر جګړې پورې

د ایران عیسویانو تل په مهمو ملي برخو کې پراخ حضور درلودلی. د ایران پر وړاندې د عراق د بعث رژیم د تپل شوې جګړې په جریان کې، د عراق د بعث رژیم د یرغل پر وړاندې لسګونه عیسوي اتباع شهیدان شوي دي، او د دوی نومونه د یووالي د شهیدانو په ډله کې راغلي دي. دا ګډون، له خپل وطن سره د دوی د مینې ثبوت دی.

 

د عیسویانو له قربانیو څخه د امام خامنه يي ستاینه

د عیسوي ټولنې ته د ایران د اسلامي نظام د پاملرنې یو له روښانه نښو څخه، د ارمني او آشوري شهیدانو له کورنیو سره د انقلاب د رهبر امام خامنه يي مکررې لیدنې دي. هغوی په ​​خپلو اغېزمنو خاطرو کې دې لیدنو ته اشاره کړې ده:

زه ډېری وختونه د ارمني او آشوري شهیدانو کورونو ته تللی یم - چې له نېکه مرغه سږ کال هم بریالی شوم چې د څو ارمني شهیدانو کورونو ته ولاړ شم - ګورم چې دوی له خپل هېواد سره د ژمنتیا احساس کوي؛ یعنې واقعا دوی په ریښتینې ژمنې سره چلند کړی دی. د جګړې په جریان کې، زه په یاد لرم چې د دې ارمني عیسویانو څخه ځینې اهواز ته راغلل. ما د خلکو یوه ډله ولیده چې په هوایي ډګر کې ناسته وه. ما وویل، "دا خلک څوک دي؟ وویل چې دا ارمنیان دي، دوی د صنعتي کار لپاره جبهې ته ځي - ارمنیان په صنعتي او تخنیکي کارونو، ماشینونو او دې شیانو کې ماهر دي - او دوی د مرستې او خدمت لپاره راغلي دي؛ مرحوم چمران دوی په کار وګومارل. د دې خلکو ځینو یې سخت کار وکړ، خدمت یې وکړ، او کار یې وکړ، او ځینې یې شهیدان هم شول." ۱۳۹۲ کال د سلواغې ۶مه

 

د دیني آزادۍ په اړه د مذهبي مشرانو روایت

د آذربایجان د ارمنیانو عمومي خلیفه په دې وروستیو کې په ایران کې د عیسویانو د ژوند په اړه وویل: د خدای شکر ادا کوو چې موږ د ایران په اسلامي جمهوریت کې ژوند کوو؛ چېرې چې عیسویان او مسلمانان د وروڼو په څېر دي. لوی اسقف ګریګور چیفتچیان د ایران وضعیت د سیمې له نورو هېوادونو سره پرتله کړ او زیاته یې کړه: په ډېری مسلمانو هېوادونو کې، پر کلیساګانو باندې د صلیب نصب کول منع دي، مګر موږ په ایران کې دا ډول محدودیتونه نه لرو.

 

په یوه کړکېچنه سیمه کې د زغم یوه بېلګه

په داسې حال کې چې د منځني ختیځ ځینې هېوادونه د مذهبي تاوتریخوالي شاهدان دي، ایران، د یوه اکثریت مسلمان هېواد په توګه، د مذهبي لږکیو لپاره د ژوند کولو خوندي ځای چمتو کړی دی. په علمي، هنري او سیاسي ډګرونو کې د عیسویانو فعال حضور، په ځانګړې توګه د مشهورو ډاکټرانو او انجینرانو، او همدارنګه د کرسمس پاک اختر آزاد مراسم، په ایراني ټولنه کې د دوی د دریځ ریښتینی انځور وړاندې کوي.

په ایران کې نه یوازې عیسویت ته اجازه ورکړل شوې ده، بلکې پیروان یې د اسلامي جمهوریت د قوانینو له مخې، له درناوي، امنیت او مساوي فرصتونو څخه برخمن دي.