د ایران په خاوره کښې بډایونه، د نظام سره کرښه ده
د ایران د ولسمشر وړومبي مرستیال وویل: ایران په غیرمستقیمو مذاکراتو کښې هم هغه ټاکل شوې لاره تعقیبوي او د ایران د جمهوري اسلامي نظام سره کرښه، د ایران په خاوره کښې بډایونه ده.
محمد رضا عارف نن سهار د کابینې په غونډه کښې، په دې خبرې سره چې د ایران د غني سازۍ د بندولو په هکله د امریکايي مشرانو وروستۍ دریځنیونه، په اول ځل نه ده او وروستی ځل به هم نه وي، وویل: که که په خپله خاوره کښې د یورانیمو د پخولو په لټه کښې نه وو نو په تیرو لسیزو کښې هم د امریکې د ظالمانه بندیزونو زغملو ته هیڅ ضرورت نه و.
هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران د ساینس او ټیکنالوجۍ د پراختیا په سټراټیجۍ کښې د چا حکم نه مني او د هیواد د اړتیا او وړتیا په بنیاد به له صلحه ایزې ایټمي ټیکنالوجۍ زیات نه زیاته استفاده وکړو، څرګنده کړه: د ایران په دفاعي ډکټرین کښې د ایټمي وسلې د جوړولو ځاې نشته او لویدیځ هیوادونه او امریکايي رسنۍ په دې خبره ښې خبر دي خو د داشان مطالبو څرګندول، د سپينې ماڼۍ د چارواکو ترمینځ د ګډډۍ نښه ده.