پزشکیان: که یوموټي ووسو نو امریکا ناوړه استفاده نه شي کولې
(last modified Mon, 26 May 2025 01:06:09 GMT )
May 26, 2025 05:36 Asia/Kabul
  • پزشکیان: که یوموټي ووسو نو امریکا ناوړه استفاده نه شي کولې

د ایران ولسمشر دخپلې کابینې په پرونۍ غونډې کښې وویل: که امریکایان وویني چې مونږ په هیواد کښې یوزړه توب او اتحاد لرو نو زمونږ له حالاتو د ناوړه استفادې سوچ هم نه شي کولې.

په دې غونډه کښې د صنعت، معدن او تجارت وزیر ایران ته د افغانستان د معدنونو د وزیر او ورسره پلاوي د سفر په هکله یو رپورټ وړاندې کړ و ویې ویل چې په دغه سفر کښې ښې صلاح مشورې او مذاکرات وشول.

په دوام کښې د ایران دفاع وزیر هم ارمنستان ته د سفر او پایلو په هکله یو رپورټ وړاندې کړ.

خارجه وزیر سید عباس عراقچي هم د کابینې د غړو په ټول کښې د ایران او امریکې ترمینځ د غیرمستقیمو مذاکراتو د پنځم پړاو جزئیات بیان کړل او ورپسې ولسمشر ټینګار وکړ: په ښه توګه د هیواد د ستونزو د هوارولو توانمني لرو، زیاتره ستونزې د نړیوالو او سیمه ایزو اړیکو په تیره بیا له ګاونډیانو سره د همکرایو په پراخولو سره هواریدې شي.

ولسمشر پزشکیان په دې خبرې سره چې باید د خلکو د معیشت د ښه کولو په لړ کښې هڅه وکړو، وویل: که امریکایان وویني چې مونږ په هیواد کښې دننه وحدت او یووالی لرو نو زمونږ له حالاتو د ناوړه استفادې سوچ او تمه نه شي کولې.