د قاسمیان نیونه غیرقانوني ده/ شیراز کښې یو قاضي ټرور شو
(last modified Tue, 27 May 2025 09:14:14 GMT )
May 27, 2025 13:44 Asia/Kabul
  • د قاسمیان نیونه غیرقانوني ده/ شیراز کښې یو قاضي ټرور شو

د ایران د قضائیه قوې ویاند په سعودي عربستان کښې د ایراني عالمِ دین حجت‌الاسلام قاسمیان نیول کیدو ته په اشارې سره وویل: تر دې دمه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د دوي نیونه زمونږ له نظره غیرقانوني ده او قضائیه قوه، دا موضوع په جدیت سره تعقیبوي.

د قضائیه قوې ویاند اصغر جهانګیري په خبري کانفرنس کښې همداشان نن سهار د شیراز د دویمې جزايي محکمې د قاضي شهادت ته په اشارې سره هم وویل: د قضائي ادارې دغه ژمن او میړنې قاضي، نن سهار نزدې پنځه بجې، د خپل کار دفتر ته د روانیدو په وخت له ترهګر برید سره مخ شو او په ځاې شهید شو.

هغه زیاته کړه: د قاضي احسان باقري د وژلې دا غمناکه او ترخه پیښه ښودنه کوي چې د انصاف غوښتنې او له اشرارو، ترهګرو او د ټولنې د امنیت د خرابوونکو سره بې د بې امانه مبارزې لاره چې د مقدس جمهوري اسلامي نظام او د قضايي ارګان له خوا پیل شوې، په قوت او پریکنده توب سره دوام لري او زمونږ په هوډ او اراده کښې به هیڅ خلل رانه ولي.