د ایران او عمان سلطنت ترمنځ د همکارۍ ۱۸ سندونه لاسلیک شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i160666-د_ایران_او_عمان_سلطنت_ترمنځ_د_همکارۍ_۱۸_سندونه_لاسلیک_شول
پارس ټوډې - عمان ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مسعود پزشکیان د رسمي سفر په بهیرکې، د دواړو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د همکارۍ ۱۸ سندونه لاسلیک شول.
(last modified 2025-05-28T03:02:29+00:00 )
May 28, 2025 07:30 Asia/Kabul
  • د ایران او عمان سلطنت ترمنځ د همکارۍ ۱۸ سندونه لاسلیک شول

پارس ټوډې - عمان ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مسعود پزشکیان د رسمي سفر په بهیرکې، د دواړو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د همکارۍ ۱۸ سندونه لاسلیک شول.

پارس ټوډې - عمان ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مسعود پزشکیان د رسمي سفر په بهیرکې، د دواړو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د همکارۍ ۱۸ سندونه لاسلیک شول.

د پارس ټوډې په وینادا سندونه پرون د ایران او عمان د چارواکو ترمنځ په مسقط کې لاسلیک شول چې موخه یې د دوه اړخیزو همکاریو بنسټیز کول او د قانون، اقتصاد، سیاست، کلتور، تعلیم، روغتیا، دفاع، رسنیو، ټیکنالوژۍ، انرژۍ او کانونو په برخو کې د اړیکو پراخول دي.

همدارنګه، د دې مراسمو په څنډه کې، د ایران د اسلامي جمهوریت او عمان سلطنت ترمنځ د ګډ یادګاري مهر پرانستل شو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د کلتوري او تاریخي اړیکو سمبول دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سه شنبې په ورځ د عمان د پاچا هیثم بن طارق السید په رسمي بلنه د دوه ورځني سفر لپاره مسقط ته ورسید.