د ایران او روسیې د ګډو پروژود بشپړولو چټکتیا اړینه ده  
(last modified Thu, 29 May 2025 10:45:14 GMT )
May 29, 2025 15:15 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې د ګډو پروژود بشپړولو چټکتیا اړینه ده  

پارس ټودي - د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د لوړې  شورا منشي علي اکبر احمدیان او د روسیې د ملی امنیت  د لوړې شورا  له منشي سرګئ شویګو سره په مسکو کې په خپلې کتنې کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د دواړو هیوادونو د ګډو پروژو پر چټک عملي کولو ټینګار وکړ.

 پارس تودي  د ایرنا له قوله  راپور ورکړی، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي اکبر احمدیان په دغې نننئ کتنې کې وویل؛د دوه‌اړخیزو تړونونو عملي کول دوامدارو تعقیبونو  ته اړتیا لري او د دغو تړونونو په پلي کولو سره به د اقتصادي ملګرتیاؤ اندازه تر پام وړپورې زیاته شي.

احمدیان د خبرو اترو له لارې د مسئلو د حل لپاره د ایران کلک هوډ ته په اشارې سره زیاته کړه،ایران به د ایټمي سونګو بډائ کولو د پروسې د ساتنې او د سوله‌ییزې ایټمي پوهې د کارونې په خپلو اصولو کې هېڅکله شاتګ ونه کړي.

سرګئ شویګو هم د ایران او روسیې ترمینځ د جامع سټراټیژیک تړون د لاسلیک کولو په اړه وویل، دا تړون د سیاسي، امنیتي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو برخو کې د دوه‌اړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره قانوني بنسټ دی.

د روسیې د فیډریشن د امنیت شورا منشي د سیمې د هیوادونو له خوا د سیمې د امنیت د ټینګښت پر اړتیا ټینګار وکړ او له  سیمې د بهرنیو لوبغاړو مداخلت ئې د سیمې د حکومتونو او ولسونو په زیان وباله.