د ایران د توغندیو خولۍ دوه ټنيزې شوې + انځورونه
(last modified Thu, 12 Jun 2025 07:38:45 GMT )
Jun 12, 2025 12:08 Asia/Kabul
  •  د ایران د توغندیو خولۍ دوه ټنيزې شوې + انځورونه

پارس‌ټوډي – له دې وړاندې، د ایران د توغندیو د سرجنګیو یا خولیو زیات نه زیات وزن ۱۸۰۰ کیلوګرامه و، خو اوس د ۲ ټنيزې خولۍ لرونکي توغندي په بریمنې ازموینې سره، د ایران دفاعي ځواک نور هم پیاوړی شوی دی.

د ایران دفاع وزیر امیر عزیز نصیرزاده د دولت د کابینې د غونډې په څنډه کې وویل: «مونږ د دفاع په برخه کې ډېرې ښې لاسته راوړنې لرلې. زموږ وروستی بریالیتوب یوه اوونۍ وړاندې وو چې یو توغندی مو د ۲ ټني خولۍ یا وار هیډ سره په بریالیتوب وازمایه.

د پارس ټوډی د خبر له مخې، د ۱۴۰۲ کال د غبرګولي په څلورمه، خرمشهر-۴ (چې خیبر هم بلل کیږي) توغندی د ایران د دفاع وزیر له خوا معرفي شو.

دا توغندی د خرمشهر د لړۍ وروستی پرمختللی غړی دی، چې په هدف باندې رسا لګي او په وروستي پړاو کې هدایت ته اړتیا نه لري.

خرمشهر ۴ (خیبر) توغندی

 

برخې او ځانګړتیاوې:

واټن: نږدې ۲۰۰۰ کیلومتره

اوږدوالی: ۱۳ متره

قطر: ۱.۵ متر

وزن: شاوخوا ۳۰ ټنه

د خولۍ وزن: له ۱۸۰۰ کیلوګرامو زیات

سرعت: دننه فضا کې ۸ ماخ، د ځمکې له فضا بهر تر ۱۶ ماخ

کابو ۴ میټره اوږد دا توغندی یو ډیر ستر او اغیزناک وارهیډ لرونکی میزایل دی چې څه باندې یو ټن چاودونکي موادو لیږدولی شي.

یو له هغو دی چې د ډېرو خطرناکو سرجنگیو وړتیا لري. دا توغندی له پرمختللي "اروند" مایع سونګ لرونکي انجن باندې مجهز دی، چې هایپرګولیک (خپله بلیدونکي) سونګ کاروي. دا انجن د توغندي په دننه کې ځای پر ځای شوی چې د اوږدوالي د کمښت لامل شوی.

خرمشهر ۴ (خیبر) توغندی

 

نورې ځانګړتیاوې:

په رادار کښې نه ښکاري، د الکترونیکي جګړې پر وړاندې مقاومت، او دقیقه هدف ویشتنه کوي. هدایت‌کوونکی سیستم یې  د فضا نه وروسته بنده شي چې له امله یې د دښمن د مداخلې امکان نلري. د منځنۍ مرحلې هدایت پر اساس، د دقیقې نقطې هدف ویشتنه تر سره کوي

 

د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک د قوماندان خبرې:

د سپاه د هوا-فضا ځواک قوماندان سردار امیرعلي حاجي‌زاده وايي: «کله چې یو خرمشهر توغندی توغول شي، په هدف سیمه کې ۸۰ اهداف ویشتلی شي. که ۱۰۰ توغندي وویشتل شي، د دښمن په خاوره کې ۸ زره راکټونه جوړوي او ۸ زره موخې له منځه وړي.»

د ایران توغندیز ځواک محدود نه دی:

ایران دا مهال ګڼ او مختلف ډوله  توغندي لري چې په دا ډول دي:

عماد (۱۷۰۰ کیلومتره)

قدر H (۱۶۵۰ کیلومتره)

قدر F (۱۹۵۰ کیلومتره)

قیام (۸۰۰ کیلومتره)

خیبرشکن (۱۴۵۰ کیلومتره)

حاج‌قاسم (۱۴۰۰ کیلومتره)

سجیل (۲۰۰۰ کیلومتره)

کروز پاوه (۱۶۵۰ کیلومتره)

او په دې وجه یې په دفاعي او جنګي برخه کښې د پام وړ توان او قدرت نندارې ته وړاندې کړی دی.

خرمشهر ۴ (خیبر) توغندی

 

د ایران دفاعي وړتیاوې:

د ایران دفاعي ځواک د توغندوي ځواک ترڅنګ، پرمختللي دفاعي سیستمونه، د سایبري او الکترونیکي جګړې سازوسامان او ډرونونه او استخباراتي وړتیاوې هم لري. وروستي استخباراتي عملیات چې د اسرائیلو محرمانه اسناد یې افشا کړل، د ایران د اطلاعاتي ځواک ښکارنده نښې دي.