د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند: دښمن به درنه بیه ورکړي
(last modified Fri, 13 Jun 2025 02:53:08 GMT )
Jun 13, 2025 07:23 Asia/Kabul
  • د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند: دښمن به درنه بیه ورکړي

د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند سردار شکارچي وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت ځواب ورکول حتمي دي او دښمن به درنه بیه ورکړي.

دښمن خپل کار کوي؛ خپله دښمني کوي. زه د ایران ملت ته وایم چې اندېښنه مه کوئ. صهیونیسټي دښمن، چې دا عمل یې د امریکا په ملاتړ سره ترسره کړ او د هستوګنې په سیمو یې برید وکړ، به درنه بیه ورکړي.

هغه د دې په بیان سره چې وسله وال ځواکونه سل په سلو کې چمتو دي او سخت ځواب به ورکړي، وویل: څو قوماندانان د شهادت لوړ مقام ته رسېدلي دي.

د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند یادونه وکړه: په هېواد کې د اندېښنې وړ خبره نشته، او صهیونیسټي رژیم او امریکا به سخته بیه ورکړي او یو دروند ګوزار به ترلاسه کړي.

شکارچي ټینګار وکړ: دښمنې شبکې یوه فضا رامنځته کوي او خلک باید د ملي رسنیو څخه رسمي خبرونه ترلاسه کړي. وسله وال ځواکونه په کار بوخت دي او یقینا به متقابل عمل ترسره کړي.

هغه وویل: هستوګنځایونه په نښه شوي او دا د دښمن ذلت ښیې او دوی نشي کولای له ایران سره مخامخ شي.