امام خامنه يي: اسرائیل باید سختې سزا ته انتظار وکړي
د اسلامي انقلاب ستر رهبر د اسرائیلو د برید امله وفرمایل: صهیونیسټي رژیم په دې جنایت سره، د ځان لپاره یو تریخ او دردناک برخلیک چمتو کړ او هغه به خامخا ترلاسه کړي.
د تسنیم خبري آژانس په حواله، د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د جنایت له امله، د اسلامي انقلاب ستر رهبر حضرت آیت ا... خامنه يي د ایران لوی ملت ته یو پیغام صادر کړ.
د پیغام متن په لاندې ډول دی:
بسمالله الرحمن الرحیم
د ایران لوی ملت ته!
صهیونیسټي رژیم نن سهار، زموږ په ګران هېواد کې خپل ناپاک او وینه تویوونکی لاس د یوه جنایت لپاره خلاص او د هستوګنې مرکزونو په نښه کولو سره یې خپل بد ذات تر بل هر وخت ډېر څرګند کړ. رژیم باید د سختې سزا په انتظار کې وي.
د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو ځواکمن لاس به هغه پرې نږدي، ان شاء الله.
د دښمن په بریدونو کې، څو قوماندانان او ساینس پوهان په شهادت ورسېدل. د دوی ځای ناستي او همکاران به سمدلاسه خپلې دندې پیل کړي، ان شاء الله.
صهیونیسټي رژیم په دې جنایت سره، د ځان لپاره یو تریخ او دردناک برخلیک چمتو کړ، او خامخا به هغه ترلاسه کړي.
سید علي خامنهيي
۱۴۰۴/۰۳/۲۳