د ایران وسله وال ځواکونه به صهیوني رذیل رژیم بیچاره کړي
(last modified Fri, 13 Jun 2025 21:56:59 GMT )
Jun 14, 2025 02:26 Asia/Kabul
  • د ایران وسله وال ځواکونه به صهیوني رذیل رژیم بیچاره کړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ایران ملت ته په ټيلي ويژني پیغام کښې وویل وسله وال ځواکونه به صهیوني رذیل رژیم بیچاره کړي.

حضرت ایت الله خامنه اي بیګا شپه د ایران ملت ته په ټيلي ويژني پیغام کښې ټینګار وکړ صهیوني خبیث او رذیل رژيم له سترې غلطۍ سره مخامخ شو چې پایلې به یې بیچاره کړي.

د ایران ستر ملت دې ډاډمن ووسي چې وسله وال ځواکونه به د دوې په ملاتړ سره په قدرت سره عمل وکړي او د اسرائیلو رژیم ته به درانه ګوزارونه ورکړي او دغه رژیم به له دغه ستر خباثت څخه په سالم ډول خلاض نشي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود په دغه پیغام کښې د یوشمیر پوځي چارواکو ، د ساینس پوهانو  او  د ملکي وګړو د شهادت په مناسبت د مبارکۍ او د تسلیت د ویلو په ترڅ کښې ټینګار وکړ د ایران ملت به د خپلو ګرانبیه شهیدانو له وینې او د هیواد په فضا باندې له تیري تیر نشي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي د صهیونیسټ د ټروریسټ ، د رذیل او خبیث هویت په مقابل کښې د قدرتمندانه اقدام د ضرورت په هکله د ایران د بیلابیلو پرګنو ، ډول ډول سیاسي لورو او د ټولو  چارواکو یوه واحد غږ ته په اشارې سره وویل انشا الله په قدرت سره به د هغوې لپاره عمل او ژوند تریخ شي او هغوې ته به تسلیم نشو.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي زیاته کړه هغوې فکر ونکړي چې حمله یې وکړه او کار تمام شو. هغوې حمله پیل کړه او جنګ یې پیل کړ او هغوې ته به اجازه ورنکړو چې له دغه ستر جنایت څخه ځان سالم خلاص کړي.

هغه حضرت په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران  وسله وال ځواکونه به په پریکنده توګه صهیونیسټ رژیم ته درانه ګوزارونه ورکړي وویل د ایران ملت او چارواکي د وسله والو ځواکونو ملاتړي دي او اسلامي جمهوریت به په الهي اذن سره په صهیونیسټ رژیم بریالی شي.

حضرت ایت الله خامنه اي د خپل پیغام په پاې کښې د ایران ملت ته په خطاب کښې ټینګار وکړ ډاډمن وسئ چې په دې زمینه کښې به هیڅ سستي ونشي.