د ایران ځواکونو د اسرائیلو دوې ایف پینځه دیرش ډوله الوتکې غورځولي
(last modified Sat, 14 Jun 2025 00:02:08 GMT )
Jun 14, 2025 04:32 Asia/Kabul
  • د ایران ځواکونو د اسرائیلو دوې ایف پینځه دیرش ډوله الوتکې غورځولي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران اسلامي جمهوریت پرون په خپل ځايي دفاعي سیسټم سره د اسرائیلو دوې(۲) ایف پینځه دیرش ډوله جنګي الوتکې نسکورې کړي دي.

دا په دنیا کښې لومړی ځل دی چې ایران د امریکا جوړې پرمختللي جنګي الوتکې په خپل ځايي توغندوي ضد سیسټم سره نسکورې کړي دي.

بل خبر دا چې نن سهار د ایران لخوا د وعده صادق ۳ په پوځي عملیاتو کښې د اسرائیلو په «رامات ګان» سیمه کښې نهه ودانۍ په کامل ډول تباه شوي دي.

دغه راز ګڼ شمیر توغندي د اسرائیلو په نواتیم هوايي اډې او نورو پوځي مرکزونو هم لګیدلي دي.

د اسرائیلو  نیواکګر رژيم له خپلو ټیلي ويژن چینلونو څخه غوښتي دي چې د ایران په توغندوي حملو کښې د تباه شویو ودانیو ویډیوګانې او عکسونه مه خپروي.

د اسرائیلو ظالم او ماشوم وژونکي رژیم دغه راز په دغه رژیم کښې د خلکو اینټرنیټ هم غوڅ کړي دی چې خلک اینټرنیټ ته لاسرسی ونلري.

د ایران اسلامي جمهوریت ژمنه کړي ده چې اسرائیلو به داسې درس او سبق ورکړي چې ټول عمر بیا ایران ته د حملې ګواښ ونکړي.

بل خبر داچې ځینې راپورونه وايي چې د صهیونیسټ رژيم  لومړي وزیر نتانیاهو له ځمکې لاندې یوه پناه ځای څخه د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره ټیلي فوني خبرې کړي دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر له پوځي چارواکو سره سلامشورې کړي دي.

د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو یو بزدل او ډارن کس دی او تل د ځمکې لاندې پناه ګاه کښې ژوند کوي.

د اسرائیلو لومړي وزیر ته ایران فوبیا ناروغۍ لګیدلي ده او هغه د ایران له نوم څخه زیات ویریږي.

دغه راز د انګلستان د سیاسي چارو شناند او د پارلمان پخواني غړي جارج ګالوې وویل چې ایران په اسرائیلو باندې یوازې په پوځي هدفونو بریدونه کړي دي او ایران په هیڅ روغتون او  هستوګن ځایونو حملې نه دي کړي.