بریتانیا باید د صهیونیسټ رژيم تیریګر اقدامات وغندي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i161424-بریتانیا_باید_د_صهیونیسټ_رژيم_تیریګر_اقدامات_وغندي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر سید علي موسوي د بریتانیا د خارجه وزیر له مرستیال «همیش فالکونر» سره په کتنه کښې د ایران په خاوره باندې د صهیونیسټ رژيم وروستي تیري او د یوشمیر پوځي قومندانانو ، ساینس پوهانو او عادي خلکو شهادت ته په اشارې سره د انګلستان د حکومت لخوا د دغه غیر قانوني اقدام په پریکنده توګه د غندلو غوښتنه وکړه.
(last modified 2025-06-13T20:53:01+00:00 )
Jun 14, 2025 01:20 Asia/Kabul
  • بریتانیا باید د صهیونیسټ رژيم تیریګر اقدامات وغندي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر سید علي موسوي د بریتانیا د خارجه وزیر له مرستیال «همیش فالکونر» سره په کتنه کښې د ایران په خاوره باندې د صهیونیسټ رژيم وروستي تیري او د یوشمیر پوځي قومندانانو ، ساینس پوهانو او عادي خلکو شهادت ته په اشارې سره د انګلستان د حکومت لخوا د دغه غیر قانوني اقدام په پریکنده توګه د غندلو غوښتنه وکړه.

د ایران سفیر د بریتانیا په خارجه وزارت کښې د انګلستان د خارجه وزیر له مرستیال سره کتنه وکړه چې د اسرائیلو رژیم د وروستي تیریګر اقدام په هکله چې په غمیزناک ډول یې د ایران  لسګونو عادي خلک چې پکښې لوړرتبه پوځي قومندانان ، ستر ساینس پوهان او نور خلک شهیدان شوي وو خبرې وکړې.

د ایران سفیر دې ته په اشارې سره چې دغه حمله د ملګروملتونو په یوه غړي هیواد باندې ښکاره تیری ګڼل کیږي د ملګروملتونو د امنیت شورا د یوه دايمي غړي په توګه په انګلستان غږ وکړ چې د اسرائیلو دغه تیری وغندي.

بریتانیا له امریکا ، فرانسې، جرمني او نورو اروپايي هیوادونو سره د صهیونیسټ رژیم ستره پوځي ، مالي او استخباراتي ملاتړي ده.

په لندن کښې د ایران سفیر سید علي موسوي د صهیونیسټ رژیم په وړاندې د انګلستان ځینو وروستیو دریځونو ته په اشارې سره د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو د کابینې د ځینو وزیرانو پرضد د بایکاټ د لګولو هرکلی وکړ.

هغه په دوام کښې د ځان د دفاع لپاره د ایران حق د ملګروملتونو له منشور سره سم او جایزه حق وباله او ټینګار یې وکړ د ایران اسلامي جمهوریت به دغه حق په ټاکلي وخت او په هغه بڼه چې په خپله یې ټاکي اعمال کړي.