عراقچي: ایران به خپل مشروع دفاع ته په قوت سره دوام ورکوي
Jun 15, 2025 13:28 Asia/Kabul
پارس ټودی - د ایران د بهرنیو چارو وزیر د صهیونیستي رژیم د تجاوز په غبرګون کې ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت به خپل مشروع دفاع ته په پوره قوت سره دوام ورکړي او زموږ وسله وال ځواکونه به خپلې دندې په پوره اقتدار سره ترسره کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي، د صهیونیستي رژیم د تجاوز په اړه وویل: دا ځل صهیونیستي رژیم د نړیوالو قوانینو یوه نوې سره کرښه تر پښو لاندې کړه، چې د اټومي تاسیساتو پر وړاندې برید و، دا د نړیوالو قوانینو له نظره یو لوی سرغړون دی او په هر حالت کې منع دی، خو له بده مرغه د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې ته بې پروايي کړې ده.
ټیګونه