ایران له ایف۳۵ډوله جنګي الوتکې سره د جګړې اولنی ګټونکی شو
(last modified Sun, 15 Jun 2025 09:29:27 GMT )
Jun 15, 2025 13:59 Asia/Kabul
  • ایران له ایف۳۵ډوله جنګي الوتکې سره د جګړې اولنی ګټونکی شو

د صهیونیسټي رژیم دوه جنګي الوتکې د ایران د پوځ د دافع هوا خواکونو له خوا ویشتل شوې او نسکورې شوې دي.

د پارس ټوډی د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ دافع هوا ځواک پرون وویل چې د صهیونیسټي رژیم دوه ایف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې او ګڼ شمیر ډرونز یې په کامیابۍ سره ویشتي او ویجاړ کړي دي.

دا په دنیا کښې اول ځل دی چې یو دافع هوا سیسټم توانیدلی ایف ۳۵ ډوله پرمختللې جنګي الوتکه پيدا کړي او نشکوره یې کړي.

ویل کیږي چې په دغو کښې یوه جنګي الوتکه د ایران د پوځ د دفاعي سیسټم په یوازې یو ډز نسکوره شوې ده.

د رپورټ له مخې، د یوې الوتکې پایلټه یوه ښځه ده چې ژوندی نیول شوې ده.

په عین حال کښې د خاتم الانبیا دافع هوا مرکز قومندان وویل: د ایران دافع هوا توانیدلی چې څلور اسرائیلي الوتکې وولي چې یوه یې د ایران په هوايي حریم کښې وه.

د خاتم الانبیا دفاعي مرکز د اعلان له مخې، دا وخت د صهیونیسټي رژیم یوه پایلټه د ایران د پوځي ځواکونو په واک کښې ده.

د صهیونیسټي رژيم د ایف۳۵ ډوله جنګي الوتکې نسکوریدو په ایکس کښې د یوزرانو غبرګونونه لرلي دي.

د فاطمې په نوم یوې کاروونکې د اسرائیلو د ایف۳۵ جنګي الوتکې نسکوریدل د شیطاني رژیم د مینځ تشې دبدبې د ختمیدو سبب وبلل.

د ایکس یو بل کاروونکي ابوالفضل هم ولیکل: ایران د تاریخ اولنې هیواد دی چې توانیدلی د نړۍ ډیره ماډرن جنګي الوتکه په اوله ورځ ښکار کړي او پایلټه یې ونیسي.

کیا اسماعیل پور هم د نسکورې شوې ایف ۳۵ الوتکو د انځورونو په خپرولو او له دغه ډول الوتکې سره یې د انځورونو په سمون ورکولو سره دغه خبر تایید کړی دی.

د زهرا په نامه د ایکس یوې بلې فعالې هم په دې خبرې سره چې په تاریخ کښې په اول ځل د اسرائیلو ایف ۳۵ جنګي الوتکه په حقیقي عملیاتو کښې نسکوره کړي، ولیکل: ایراني سیسټمونو، قدرت د اسمان له مینځه بهر راوباسه.