له ایران سره د ډيپلوماسۍ او د خبرو وخت رارسیدلی دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بریتانیا د ولسي جرګې «هاوس اف کامنز» د بهرنیو چارو د کمیټۍ مشر «امیلي تورنبري» د دغه کمیټۍ په وروستۍ غونډې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر سید علي موسوي د وینا د یوې برخې د بیا خپرولو په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې همدا اوس له ایران سره خبرو او ډيپلوماسۍ ته د ورستنیدا وخت دی.
هغه په ایکس پاڼه کښې د ایران د سفیر په شتون سره د بریتانیا د ولسې جرګې هاوس اف کامنز د خارجي کمیټۍ وروستۍ غونډې ته په اشارې سره وویل ولې د ایران مشرانو د اسرائیلو د له مینځه تلو غوښتنه کړي ده؟ ولې هغوې هغو ډلو ته چې په اسرائیلو حملې کوي وسلې ورکوي؟ ولې له غیرپوځي ضرورت څخه بره یورانیم بډایه کوي؟ تیره اونۍ مونږ د نښتو په اوج کښې د ایران له سفیر څخه د دغو ټولو او زیاتو موردونو په هکله پوښتنې وکړې.
د بریتانیا د ولسي جرګې د خارجي چارو د کمیټۍ د تیرې اونۍ غونډه د ایران او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ د پوځي تاوتریخوالو په اوج کښې د انګلستان په پارلمان کښې وشوه او پکښې په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر په توګه له سید علي موسوي څخه د کمیټۍ غړیو پوښتنې وکړي او هغه لومړۍ د یوې وینا په کولو سره په ایران باندې د صهیونیسټ رژيم پوځي حمله د ملګروملتونو د منشور او د نړیوالو حقوقو د بنیادي اصولو ښکاره خلاف ورزۍ وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه برید د نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي.
په لندن کښې د ایران سفیر موسوي د ایران په خاوره باندې د صهیونیسټ رژیم وروستي تیري ته په اشارې سره وویل دغه جنایتکارانه او ترهګره حمله کاملا غیر قانوني اقدام و چې د ټولو سرو کرښو خلاف ورزۍ یې وکړه.
صهیونیسټ رژیم په سوله ئیزو اټومي مرکزونو باندې چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس تر کامل نظارت لاندې یې فعالیت کاوه د حملې کولو په هدف سره نه یوازې د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ کړي ده بلکې د راډیو اکټیو موادو د لیک کیدا جدي خطر یې هم رامینځته کړی.
په بریتانیا کښې د ایران سفیر سید علي موسوي په دې خبرې سره چې د اسرائیلو د دقیقو او د هدفمنو بریدونو ادعا غلطه او بې لارې کونکي ده ټینګار وکړ اسرائیلو په غیر پوځي بیخ بنایانو ، کورونو ، هستوګن ځایونو ، روغتونونو ، د درملنې په مرکزونو او د تیلو په چاڼ ځایونو باندې حملې وکړې.
د ایران اسلامي جمهوریت د اسرائیلو ناجایز او ناروا او ترهګر رژیم ته داسې ماتي ورکړه چې تل به یې به یاد ساتي.
له صهیونیسټ رژیم سره ټولې مرستې امریکا او اروپايي هیوادونه کوي.