د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره د بریکس چارواکو په لیدنه کې څه وشول؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i162102-د_ایران_له_بهرنیو_چارو_وزیر_سره_د_بریکس_چارواکو_په_لیدنه_کې_څه_وشول
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د بریکس په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون لپاره، برازیل ته سفر کړی دی.
(last modified 2025-07-07T09:41:36+00:00 )
Jul 07, 2025 14:05 Asia/Kabul
  • د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره د بریکس چارواکو په لیدنه کې څه وشول؟

پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د بریکس په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون لپاره، برازیل ته سفر کړی دی.

د بریکس ۱۷مه سرمشریزه، چې د برازیل په کوربه توب او د "سولې او امنیت او د نړیوالې حکومتولۍ اصلاح" شعار سره، د جمعې په ورځ په ریو ډو ژانیرو کې پیل شوه، د شنبې په ورځ پایته رسېږي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، چې د بریکس په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون لپاره برازیل ته سفر کړی وو، د سرمشریزې ځای ته د رسیدو پر مهال، د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا لخوا ترې هرکلی وشو.

 

روسیه

د دې ناستې په څنډه کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.

په دې لیدنه کې، عراقچي د صهیونیسټي رژیم او امریکا د پوځي یرغل پایلو او اغیزو ته په اشارې سره، له خپل هیواد څخه په دفاع او د یرغلګرو  حساب ورکولو باندې د ایران د اسلامي جمهوریت په هوډ ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه، د ملګرو ملتونو منشور، ډیپلوماسۍ او د اتومي وسلو د نه خپریدو اصولو او موخو ته د صهیونیسټي رژیم او امریکا پوځي یرغل وژونکې ضربې ته په اشارې سره، د نړیوالې سولې او امنیت په ساتلو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او ټولو حکومتونو پر خپل مسؤلیت باندې ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د سوله ایزو اټومي تاسیساتو په ګډون د ایران پر وړاندې د غیرقانوني بریدونو په غندلو کې د خپل هیواد دریځ ته په اشارې سره، په سیمه کې د تاوتریخوالي او ناامنۍ د زیاتوالي د مخنیوي لپاره د اړینو اقداماتو په اهمیت ټینګار وکړ، او په دې برخه کې د مرستې لپاره د روسیې چمتووالی یې اعلان کړ.

 

هند

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جي شنکر هم د بریکس سرمشریزې په څنډه کې له عراقچی سره ولیدل او د دوه اړخیزو مسلو په اړه یې خبرې وکړې. په دې لیدنه کې د ایران او هند ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او د ایران په وړاندې د صهیونیسټي رژیم او امریکا د پوځي یرغل وروسته، د لویدیځې آسیا په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه بحث وشو.

 

ترکیه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم د بریکس سرمشریزې په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه او خبرې اترې وکړې. په دې لیدنه کې، د ترکیې او ایران ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې او د ایران په وړاندې د صهیونیسټي رژیم او امریکا د پوځي یرغل وروسته د لوېدیځې آسیا په سیمه کې وروستي بدلونونو باندې بحث وشو. په دې لیدنه کې په نیواکي فلسطین کې د نسل وژنې د پایته رسولو او د صهیونیسټي رژیم د مسؤل ګڼلو او سزا ورکولو لپاره د بیړني اقدام پر اړتیا هم بحث وشو.

 

 مصر او چین

د مصر او چین لومړي وزیرانو هم د دې سرمشریزې په څنډه کې له سید عباس عراقچي سره ولیدل او جلا جلا خبرې اترې یې وکړې.