بقائي: عراقچي له بن سلمان سره ګټه ورې خبرې اترې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i162148-بقائي_عراقچي_له_بن_سلمان_سره_ګټه_ورې_خبرې_اترې_وکړې
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: سید عباس عراقچي له سعودي ولیعهد بن سلمان او خارجه او دفاع وزیرانو سره ګټه ورې خبرې اترې کړې دي.
(last modified 2025-07-08T22:30:05+00:00 )
Jul 09, 2025 02:56 Asia/Kabul
  • بقائي: عراقچي له بن سلمان سره ګټه ورې خبرې اترې وکړې

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: سید عباس عراقچي له سعودي ولیعهد بن سلمان او خارجه او دفاع وزیرانو سره ګټه ورې خبرې اترې کړې دي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، اسماعیل بقائي په سوشل میډیا کښې لیکلي دي: خارجه وزیر ډاکټر عراقچي د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان، د بهرنیو چارو له مزیر امیر فیصل بن فرحان او دفاع وزیر امیر خالد بن سلمان سره د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې د وروستیو بدلونونو په هکله ډیرې ګټه ورې خبرې اترې کړې دي.

یاده دې وي چې د ایران خارجه وزیر له برازیل نه د ستنیدو په وخت په جده کښې یوه لنډه دمه وکړه او له جګ پوړو سعودي چارواکو سره یې وکتل.