غزه د سربرنیتسا د تراژدي په امتداد کې
-
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي
پارس ټوډي - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د سربرنیتسا د نسل وژنې د ۳۰مې کلیزې په مناسبت یو پیغام خپور کړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سربرنیتسا د نسل وژنې د ۳۰مې کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې لیکلي: «که نړۍ واقعاً د دې تراژدي څخه درس اخیستی وای، نن به موږ د مسلمانانو پر وړاندې دا ځل په غزه کې د بلې نسل وژنې شاهد نه وو.»
د پارس ټوډي د راپور له مخې، د سید عباس عراقچي دا لنډه جمله زموږ د زمانې تر ټولو تریخ حقیقت لري؛ هغه حقیقت چې ښيي نه یوازې د نړۍ تاریخي حافظه انتخابي عمل کوي، بلکې پرې حاکمه سیاسي اراده عملاً د هماغه جنایتونو د تکرار امکان بیا برابر کړی دی.
عراقچي په دوام سره د ملګرو ملتونو د پریکړې ته په اشارې چې د جولای ۱۱مه یې د «سربرنیتسا د نسل وژنې د نړیوالې یادونې ورځ» په نوم نومولې، دا ورځ یې «د هغو کسانو لپاره د شرم یادونه» وبلله چې یا په دې وحشتناک جنایت کې شریک وو او یا یې په خپلې چوپتیا سره د زرګونو بېګناه مسلمانانو د قتل عام لپاره لاره هواره کړه.
په ۱۹۹۵ کال د جولای په ۱۱مه، د بوسنیا جګړه وخشتي اوج ته رسیدلې وه.
سربرنیتسا ښار، چې د ملګرو ملتونو له خوا د غیرنظامي مسلمانانو لپاره «امنه سیمه» اعلان شوی و، د راتکو ملادیچ په مشرۍ د بوسنیا د صرب نژادپرستو شبه نظامي ځواکونو لخوا ونیول شو.
شاوخوا دوه زره صرب نژادپرستو او قاتلانو د نړۍ د بېتفاوته سترګو او د ملګرو ملتونو د هالنډي کلاه آبي ځواکونو په شتون کې، له ۸ زرو زیات بوسنیایي مسلمان نارینه او هلکان یوازې د دیني او قومي تعلق له امله په سیستماتیک ډول له خپلو کورنیو جلا کړل، لنډمهاله کمپونو ته یې انتقال کړل او په ډلهییزه توګه یې اعدام کړل.
دا وژنه دومره دقیق او پلان شوې ترسره شوه چې حتی قبرونه یې هم څو ځله ځای پر ځای شول، ترڅو حقیقت پټ پاتې شي.
لوېدیځو دولتونو، په شمول د امریکا، د صربو د ډلهییزې وژنې د پریکړې له پوهېدو سره سره نه یوازې د مخنیوي لپاره کوم اقدام ونه کړ، بلکې په خپلې چوپتیا سره د دې جنایت شریک شول.
د بوسنیا د جګړې په اوږدو (۱۹۹۲-۱۹۹۵) کې، نژادپرستو صربو له ۱۰۰ زرو زیات کسان په بېرحمۍ ووژل.
له ۲ میلیونو زیات کسان له خپلو کورونو بېځایه شول او پر ۵۰ زرو ښځو او نجونو په کمپونو کې ډلهییز جنسي تېري وشول.
په ۱۹۹۵ کال کې، د ملګرو ملتونو د هغه وخت سکرتر جنرل «کوفي عنان» د سربرنیتسا له فاجعې وروسته وویل: «دا د نړیوالې ټولنې لپاره یوه ماتې وه.»
نن هغه «آنتونیو ګوترش» د ملګري ملتونه مشري کوي چې تر اوسه یې د غزې لپاره د اوربند په اړه ۹ پریکړه لیکونه د امریکا د ویټو له امله ناکام کړي دي.
د ملګرو ملتونو وروستي راپور ښيي چې د غزې ۹۳ سلنه ماشومان د خوراکي بحران سره مخ دي، هغه شمېره چې د سربرنیتسا محاصره یادوي.
هغه څه چې سربرنیتسا یوه نړیواله پیښه کړه، نه یوازې د فاجعې پراخوالی و، بلکې د لوېدیځو دولتونو تر نفوذ لاندې نړیوالو جوړښتونو بېعملی وه، هغه بېعملی چې نن، حتی په ډېر عریان ډول، په غزه کې تکرارېږي.
د لوږې کارول د جګړې د وسیلې په توګه، اجباري کډوالي، ډلهییز محرومیت او پر غیرنظامیانو عمدي بریدونه د ۱۹۴۸ کال کنوانسیون له مخې د نسل وژنې پېژندل شوي مصداقونه دي.
د نړیوالې محکمې (ICJ) په ۲۰۲۴ کال د جنوري میاشتې کې په رسمي توګه خبرداری ورکړ چې په غزه کې د نسل وژنې د احتمال شتون لري او اسرائیل د مخنیوي تدابیر اخیستلو ته مکلف دی.
خو دا حکم، لکه د سربرنیتسا په اړه ورته خبرداري، نه یوازې جدي ونه نیول شو، بلکې لوېدیځو دولتونو د وسلو د لېږد، رسنیز روایت جوړونې او دیپلوماتیکو ملاتړ له لارې عملاً د جنایت دوام ته مرسته وکړه.
حقیقت دا دی چې نسل وژنه یوازې یوه بشري فاجعه نه ده، بلکې د یوه نړیوال نظم د اخلاقي سقوط نښه ده چې نور نه د بشري حقونو رعایت کوي، نه عدالت پېژني، او نه هم د غیرنظامیانو د ژوند ساتنې په مسؤلیت باور لري.
د سربرنیتسا قربانیان د امنیت د وعدو سره پرېښودل شول. نن، غزه د «دوه دولتي حل» وعدو سره ویجاړېږي
.سربرنیتسا د نړیوالو قدرتونو د بېعملي په وړاندې د یوې تراژدي نښه شوه. خو غزه اوس د نسل وژنې په مدرنې همدستۍ بدلېږي.
ستر توپیر دا دی چې په بوسنیا کې، د جګړې له پای وروسته، لوېدیځ د بیارغونې، محکمې جوړولو، قبرونو پېژندلو او د قربانیانو د روایتونو د ثبت لپاره اقدام وکړ. خو په غزه کې، حتی د قربانیانو سره همدردي، په لوېدیځو پلازمینو کې جرم ګڼل کېږي.
حتی د «نسل وژنې» کلمه ویل د یهودستیزۍ په تور مخامخ کېږي او د جنایت د درولو غوښتنه د ترهګرۍ ملاتړ تعبیرېږي.
هغه لوېدیځ دولتونه چې د بشر دوستۍ ادعا کوي، نه یوازې د پټې نسل وژنې په وړاندې بېتفاوته دي، بلکې د یوې عریانې او علني فاجعې په وړاندې ولاړ دي.
د غزې ماشومان د بمباریو لاندې ژوندي سوځي، خلک له خپلې خاورې شړل کېږي ترڅو د جغرافیې، انسانیت او قانون سرحدونه یوځای ترک کړي.