نوروزي: له صهیونیسټي رژیم سره د مقابلې د نړیوالې رسنۍ جبهه جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i162466-نوروزي_له_صهیونیسټي_رژیم_سره_د_مقابلې_د_نړیوالې_رسنۍ_جبهه_جوړیږي
پارس ټوډی – د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې د بهرنیو خپرونو مرستیال د صهیونیسټي رژیم او امریکې په وړاندې د نړیوالې رسندوي جبهې د جوړیدو خبر ورکړ.
(last modified 2025-07-17T02:38:28+00:00 )
Jul 17, 2025 06:55 Asia/Kabul
  • نوروزي: له صهیونیسټي رژیم سره د مقابلې د نړیوالې رسنۍ جبهه جوړیږي

پارس ټوډی – د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې د بهرنیو خپرونو مرستیال د صهیونیسټي رژیم او امریکې په وړاندې د نړیوالې رسندوي جبهې د جوړیدو خبر ورکړ.

د ایران د راډیو او ټیلیویژن د بهرنیو خپرونو د معاونت مشر «احمد نوروزي» د دولس ورځني جنګ له ختمیدو وروسته مهر خبري آژانس ته وویل: د دولس ورځني جنګ په دوران کښې د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې د نورو برخو په شان د بهرنیو خپرونو معاونت هم هڅه وکړه چې ملي یووالی وساتي، هم د ایران پوځي توانمنۍ بیان کړي او هم هر هغه ظلم او جنایت چې صهیونیسټي رژیم او امریکې په دې ولس باندې وکړ.

د پارس ټوډی د خبر له مخې، هغه پّ دې خبرې سره چې له جنګ وروسته روایت او بیان ډیر مهم دی، څرګنده کړه: د ایران د راډیو او ټیلیویژن د بهرنیو خپرونو معاونت د اغیزناکو او بهیرجوړوونکو کارونو د تولید په تکل کښې دی. یو ځانګړی کار هم لرو چې کیدې شي په هم دې اونۍ کښې د یوې نړیوالې پیښې په توګه ترسره شي. زما له نظره دا یوه ښه پیښه ده چې د صهیونیسټي رژيم او امریکې په مقابل کښې یوه نړیواله رسندويي جبهه جوړه کړې شو.

د ایران د راډیو او ټیلیویژن د سازمان د بهرنیو اړیکو مرستیال په پاې کښې د «صبح رسندوي فسټیول» په نوم راتلونکې جشنوارې په هکله هم وویل: د صبح رسندوي مرکز په چوکاټ کښې غواړو ځینې تیرې ښې تجربې په کوټلې توګه تکرار کړو. د دې کار لپاره له اروپايي او امریکايي هیوادونو څخه ځیني میلمانه لرو او هڅه شوې چې اغیزناکې رسندوي څیرې راوبولو.