ولې پر ایران د رواني او سیاسي جګړې شدت زیات شوی دی؟
-
د امریکا، اروپا او صهیونیستي محور د فشارونو د زیاتوالي لاملونه
پارس ټوډی - په داسې حال کې چې د اسرائیلو رژیم او امریکا د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته پر ایران د روایت او رواني جګړې پیل کړی، ځینې اروپايي هېوادونه هم سیاسي فشارونه تعقیبوي.
د اسرائیلو د ۱۲ ورځنۍ جګړې تر ختمېدو وروسته، تلابیب او واشنګټن پر ایران د روایت او رواني جګړې پیل کړې.
دوی هڅه کړې چې د ایران د قوماندانانو د ترور او هستوي تاسیساتو پر وړاندې د بریدونو په استناد خپل ځان د جګړې بریالی وښيي، پرته له دې چې د ایراني توغندیو له امله د انساني، اقتصادي او زیربنایي زیانونو په اړه کومه شمېره یا تصویر وړاندې کړي.
په همدې موخه، د اسرائیلو رژیم له خوا پر ایران د بریدونو، په تېره بیا پر ملکي وګړو د بریدونو ګڼ شمېر ویډیوګانې خپرې شوې ترڅو په ایراني ټولنه کې د وېرې او وحشت فضا رامنځته کړي.
همدا مهال، امریکا او اسرائیلو د دې تګلارې ترڅنګ، ځینې اروپايي هېوادونه هم پر ایران د سیاسي فشارونو یوه بله برخه تعقیبوي.
د البانیا، جرمني، اتریش، بلجیم، کاناډا، ډنمارک، هسپانیا، متحده ایالاتو، فنلنډ، فرانسې، هالنډ، بریتانیا، سویډن او چک جمهوریت دولتونو د پنجشنبې په ماښام یو ګډ بیان خپور کړ او ادعا یې وکړه چې د ایران د استخباراتي ادارو له خوا د دوی په خاوره کې د زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دي.
په دغه بیان کې، چې د فرانسې او امریکا د بهرنیو چارو وزارتونو په ویبپاڼو کې لیدل کېږي، ادعا شوې: «موږ په یووالي سره د ایران د استخباراتي خدمتونو هغو هڅو سره مخالفت کوو چې په اروپا او شمالي امریکا کې د وژنو، تښتونو او آزار لپاره دي. دا اقدامات زموږ د حاکمیت ښکاره نقض دی.»
د ایران پر وړاندې د رواني او سیاسي جګړې موخې څه دي؟
د ایران پر وړاندې د رواني او سیاسي جګړې تر ټولو مهمه موخه د ایراني چارواکو پر پریکړو اغېز کول دي.
امریکا او متحدین یې هڅه کوي چې د رواني او سیاسي جګړې له لارې د خبرو اترو پر مېز له ایراني چارواکو سیاسي امتیازات ترلاسه کړي.
دا جګړه د نظامي جګړې په امتداد او دوام کې ده.
اوس دا هېوادونه د اسرائیلو رژیم سره یوځای د ایراني چارواکو لپاره ذهني ګډوډي رامنځته کولو هڅه کوي.
بله موخه دا ده چې دوی غواړي د ۱۲ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې د ایران نظامي او سیاسي بریاوې تحریف کړي او نیمګړتیاوې یې روښانه کړي.
په بل عبارت، دوی هڅه کوي چې د نیمګړتیاوو په روښانه کولو او د ایراني ټولنې په عامه افکارو کې د جګړې فضا په ساتلو سره د خلکو لپاره ذهني ګډوډي او شخصي او ټولنیزې اندیښنې رامنځته کړي ترڅو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ شي.
د دې جګړې یوه بله موخه د ایران د ملي یووالي په نښه کول دي.
کله چې د اسرائیلو رژیم نظامي بریدونه کول، د ایران د بېلابېلو قومونو او فکري جریانونو خلکو، حتی د دولت ځینو منتقدینو په کور دننه او بهر کې د ملي عزت د دفاع لپاره په ګډه احساس سره میدان ته راووتل.
دا موضوع د اسرائیلو او امریکا د غصې لامل شوې او اوس هڅه کوي دا رامنځته شوی یووالی کمزوری کړي او د ایران دننه د کورنیو شخړو زمینه برابره کړي.
بل هدف یې ایران کې وېره خپرول دي، امریکا، د اسرائیلو رژیم او ځینې اروپايي هېوادونو له کلونو راهیسې په ایران کې د ویرې تګلاره تعقیب کړې، خو دا تګلاره ناکامه شوې وه.
اوس د امنیتي ادعاوو په طرح کولو سره یو ځل بیا په نړیوالې کچې د ایرانوېرې تګلارې تعقیب غواړي.
په پای کې، د دې جګړې یوه بله مهمه موخه د نړیوال عامه افکارو له دې حقیقت څخه منحرف کول دي چې د اسرائیلو رژیم پر غزې خلکو جنایتونه کوي. په همدې موخه، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي د امریکا، فرانسې او نورو لویدیځو هېوادونو له خوا پر ایران د بېاساسه تورونو تکرار د فلسطین په اشغالي خاوره کې د نسلوژنې د اصلي موضوع له پامه غورځولو لپاره یو ښکاره پروپاګني وبلله او غندنه یې کړه.