کرار، له پرمختللې ټکنالوژیو سره یوه ایرانی ټانک
-
کرار، په پرمختللو ټکنالوژیو سمبال ایرانی ټانک
پارستودی- کرار د جګړې د میدان اصلي ټانک دی چي د ۱۳۹۵ لمریز کال د کب د میاشتې په ۲۲ نیټه کې ورڅخه مخکتنه وشوه.
د ایران یو له مهمو او پېژندل شویو فوځي تجهیزاتو څخه د کرار ځایي ټانک دی چي د هیواد د دفاعي صنعت له لورې ډیزاین او جوړ شوی دی. د پارس تودی له راپور سره سم، د کرار ټانک د میدان د اصلي ټانک په توګه، د ایران د ځمکني ځواکونو د جنګي وړتیاو د زیاتولو او له بهرنیو ټانکانو سره، د پېیلتیا د کمولو په موخه جوړ شوی دی.

د کرار ټانک د ۵۱ ټنو په شاوخوا کې وزن لري او له پرمختللې ترکیب څخه ګټه اخلي چي د تانک ضد توغندیو، توپونو او چاودنو په وړاندې د پام وړ مضبوطوالې برابروي.
ټانک همداشان ۱۲۵ میلي میټر توپ باندې سمبال دی چي مختلفې مرمۍ ډزوي، او په زیات تخریبي وړتیا سره، زغروال او غیر زغروال اهداف په نښه کولایشي.

کرار همدارنګه د پرمختللې ډزو له سیسټم څخه برخمن دی چي د شپې د دوربینونو او لیزري وړتیاو په درلودلو سره، په اتومات توګه په هر ډول حالاتو کې د نښو د کره ویشتلو توان لري. د ټانک انجڼ ډېر پیاوړی دی او ۷۰ کیلومټره په ساعت کې مزل وهي او د چټکو مانورو وړتیا لري.

د کرار د ټانک یوه ځانګړنه، له ماډرنو او نویو ګواښونو سره، د مقابلې وړتیا او د دیجیټال او کنټرول د سیسټمونو یو ځای کېدا ده چي په عملیاتونو کې له همږغیو سره مرسته کوي، د دې ټانک ځایی ډیزاین د زغروالو او ځمکنیو ځواکونو د سمبالتیا په برخه کې د ایران د دفاعي صنعت د پرمختګ ښودنه کوي.
په ټول کې، د کرار ټانک د فوځي سازو سامانونو په برخه کې د ایران د ځان بساینې یو سمبول دی او د ځمکني ځواکونو د دفاعي وړتیاو په برخه کې مهم رول لوبوي.