ماسال ته سفر؛ په دوبې کې د ګیلان شین غمی+انځورونه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i163096
پارس تودی- په ايران کې د زمري مياشته په کال کې له ټولو څخه ګرمه میاشته بلل کیږي، دا په دې معنا ده چي دا يو مناسب فرصت دی د هغو سيمو د سفر لپاره چې سړه او په زړه پورې موسم لري.
(last modified 2025-08-03T09:43:26+00:00 )
Aug 03, 2025 13:59 Asia/Kabul
  • ماسال ته سفر؛ په دوبي کې د ګیلان شین غمی
    ماسال ته سفر؛ په دوبي کې د ګیلان شین غمی

پارس تودی- په ايران کې د زمري مياشته په کال کې له ټولو څخه ګرمه میاشته بلل کیږي، دا په دې معنا ده چي دا يو مناسب فرصت دی د هغو سيمو د سفر لپاره چې سړه او په زړه پورې موسم لري.

که د زمري په میاشته کې د ساړه هوا او شین ځای په لټه کې ياست، په ګيلان ولايت کې  د ماسال سیمه يو غوره انتخاب دی. د پارس‌تودي د راپور له مخې، دغه کوچنی غرنۍ ښار چې د البرز سلسلې په هسکو سیمو کې پروت دی، د په زړه پورې هوا، بې ساري منظرې او بډایه ځایي کلتور په درلودو سره هر کال زیات شمېر سیلانیان جلبوي.

ماسال ته سفر؛ په دوبي کې د ګیلان شین غمی

په اوړي کې د ماسال د تودوخې منځني درجې له ۲۰ نه تر ۲۵ پورې وي، چې د ايران د جنوبي او مرکزي ښارونو له سختې ګرمۍ سره په پرتله کې ډېره خوږه او زړه‌راښکونکې موسم دی. په دوبې کې د ساړه هوا له امله دا سيمه د «د شمال د جنت» په نوم مشهوره شوې ده. ګڼه شینګیا، هيرکاني ځنګلونه، شېرازې څړځایونه او خوټېدونکي سيندونه، سيلانيانو ته يو زړه‌راښکونکی طبيعي چاپېريال برابروي.

 

ماسال ته سفر؛ په دوبي کې د ګیلان شین غمی

د ماسال يو له اصلي جذابيتونو څخه د هغه د شاوخوا زرغونې سیمې دي، لکه د اولسبلنگاه زرغونه سیمه. دا سیمه، چې د آسمان په لور جګ شوي ونې، پراخې دښتې او د سهار لوړه لري، د قدم‌وهلو، عکاسۍ او د کليوالي ژوند د تجربې لپاره يو ځانګړی ځای بلل کېږي. سړه هوا او زړه‌راښکونکي منظره، يو ښه فرصت برابروي چې له ښاري شور او زوږه وتښتئ او خپل ذهن ته آرام ورکړئ.

ماسال ته سفر؛ په دوبي کې د ګیلان شین غمی

د ماسال سیمه‌یز فرهنګ هم د لیدونکو لپاره بله زړه‌راښکونکې جاذبه ده. د مېلمه‌پالو ګيلک خلکو دودیز رواجونه، سیمه‌یزه موسیقي، او خوندوره محلي خواړه لکه ميرزا قاسمي او د ماسال کته، سيلانيانو ته يو نه‌هېرېدونکی تجروبه برابروي.

 

ماسال ته سفر؛ په دوبي کې د ګیلان شین غمی

تر طبیعت پرته، ماسال ګڼ‌شمېر د استوګنې اسانتياوې هم لري؛ له بوم‌ګردۍ استوګنځي او سیمه‌یزو کورونو نیولې تر کوچنيو هوټلونو او ګرځندویي میلمستونونو پورې، چې ټول د طبیعت سره په همغږۍ جوړ شوي دي.

ماسال ته سفر؛ په دوبي کې د ګیلان شین غمی

په پای کې، ماسال ته د زمري/اسد په میاشت کې سفر، د خوږې هوا، ښکلي طبیعت، او د ګيلان د اصیل فرهنګ يو ترکیب وړاندې کوي، چې د ايران د ګرم اوړي لپاره يو بې‌ساری فرصت برابروي. که د آرام، یخ‌چاپېریال او طبیعي ښکلا په لټه کې يې، نو ماسال ستاسو تر ټولو غوره انتخاب دی.

د شخصي موټر له لارې سفر

که تاسې غواړئ له خپل شخصي موټر سره سفر وکړئ، نو له تهران څخه د قزوين-رشت لويې لارې ته ورننوځئ. د قزوين، منجيل او رودبار له ښارونو څخه له تېرېدو وروسته، امام‌زاده هاشم ته رسېږئ. له هغه ځایه، د سراوان سړک تعقیب کړئ. بیا د فومن او صومعه‌سرا له لارې تېر شئ، تر څو ماسال ته ورسېږئ. دا سفر شاوخوا ۵ ساعته وخت نیسي، او فاصله یې له تهران نه تر ماسال پورې شاوخوا ۳۸۰ کیلومتره ده.

د بس له لارې سفر

که غواړئ له بس سره سفر وکړئ، کولای شئ له تهران لوېديځ تم‌ځای نه د ماسال لپاره د بس ټکټ واخلئ. بسونه د قزوين-رشت له لارې تېرېږي او د کرج، قزوين، رودبار، رشت، فومن او صومعه‌سرا له ښارونو تېرېدو وروسته، ماسال ته رسېږي.

د اورګاډي له لارې سفر

که د اورګاډي سفر غوره کوئ، نو لومړی باید د رشت لپاره د اورګاډي ټکټ واخلئ. د تهران-رشت اورګاډي معمولا شاوخوا ۷ ساعته وخت نيسي. له رشت څخه بیا کولای شئ له ټکسي یا بس سره ماسال ته ولاړ شئ، چې فاصله یې شاوخوا یوه ساعت ده.

د الوتکې له لارې سفر

که غواړئ هوايي سفر وکړئ، نو باید د رشت د سردار جنګل نړیوال هوايي ډګر لپاره د الوتکې ټکټ واخلئ. له هوايي ډګر څخه وروسته، کولای شئ له ټکسي یا بس سره ماسال ته لاړ شئ.